صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف ملاقات٬قامي سلامتيا٬په داخلي او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 08 جون (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو چې پكښې په قلامي سلامتيا٬داخلي او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي٬د قانون او انصاف وفاقي وزير …

 

اسلام آباد 08 جون (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو چې پكښې په قلامي سلامتيا٬داخلي او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله هم ملاقات كښې موجود و۔په ملاقات كښې د هېواد معيشت٬راتلونكې مالي كال بجټ٬ګلګت بلتستان اوسنو ټاكنو٬آزاد كشمير او امن او امان وضعي نه علاوه د قامي اهميت په چارو خبرې اترې وشوې۔د بجټ تجاويز او اولسي ريليف په اړه خبره كولو سره صدر مملكت وفاقي بجټ كښې د اولس خېرښېګړې٬صوبو حقونو او معاشي استحكام ته پام لرني كولو په حاجت زور راوړو۔صدر مملكت سپارښتنه وكړه چې راتلونكې بجټ كښې دې د پرمختګ او اولسي خېرښېګړې سكيمونو ته هم پام لرنه وكړې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي صدر مملكت ته د خپلې اوسنۍ ايران دورې او سيمه ايز سفارتي رابطو په اړه بريفنګ وركړو۔په ملاقات كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬ د آزاد جمو كشمير وزيراعظم راجه فيصل راټهور٬د قامي اسمبلۍ غړي راجه پروېز اشرف٬سينيټر شيري رحمان٬د قامي اسمبلۍ غړې سيد نويد قمر٬سينيټر سليم مانډوي والا او سينيټر احد چيمه هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں