مينځني ختيز كښې اوسنې تشدد  لوئ خطر دے،ډلي دې  تحمل او امن له موقع وركړي،وزيراعظم محمد شهباز شريف د  تشدد او تباهۍ لاري په ځائې د امن او سفارتکارۍ لاري خپلولو اپيل وكړو

  اسلام آباد 08 جون  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مينيځني ختيز كښې روان تشدد لوئ خطر ګرځولو سره ډلو څخه د تحمل او امن له د يوې موقع وركولو او د تشدد او تباهۍ لاري په ځائې امن او سفارتکارۍ لاري خپلولو اپيل وكړو۔د ګل په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف په " ايکس" په خپل يو پيغام كښې ووئيل مينځني ختيز كښې روان تشدد د دې …

 

اسلام آباد 08 جون  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مينيځني ختيز كښې روان تشدد لوئ خطر ګرځولو سره ډلو څخه د تحمل او امن له د يوې موقع وركولو او د تشدد او تباهۍ لاري په ځائې امن او سفارتکارۍ لاري خپلولو اپيل وكړو۔د ګل په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف په ” ايکس” په خپل يو پيغام كښې ووئيل مينځني ختيز كښې روان تشدد د دې خبري ښكاره يادونه كوي چې يو کمزور او غير مستحکم جنګ بندي د څومره لويو خطرو او نه زغملو نتيجو سبب جوړيدې شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د وروڼو هېوادونو او خپلو شراکت دارو په ګډه د دې شخړي امناكه او سفارتي حل له نيك نيتۍ سره هڅي كوو۔ده ووئيل په خاص توګه په داسې وخت كښې كله چې يو منصفانه او كوټلي حل مقصد نزدې وي د ټولو ډلو څخه غوښتنه كوو د تحمل څرګندونه وكړي او امن له يوه موقع وركړي۔ده ووئيل مونږ له به د تشدد او تباهۍ لاري په ځائې د امن او سفارتکارۍ لاره خپلول وي۔

 

مزید خبریں