ډاکټر طارق فضل چوهدري د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې په کاميابۍ ترلاسه كولو د پاکستان پيپلز پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ (ن)، آزاد كانديدانو او نورو سياسي ګوندونو له مباركي وركړه

  اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) ډاکټر طارق فضل چوهدري د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې په کاميابۍ ترلاسه كولو د پاکستان پيپلز پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ (ن)، آزاد كانديدانو او نورو سياسي ګوندونو له مباركي وركړه۔د ګل په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس خپل د مباركۍ په پيغام كښې ده ووئيل په ټاكنو كاميابي ترلاسه كونكي د اولس د باور امين دي دغسې انتخابي …

 

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) ډاکټر طارق فضل چوهدري د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې په کاميابۍ ترلاسه كولو د پاکستان پيپلز پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ (ن)، آزاد كانديدانو او نورو سياسي ګوندونو له مباركي وركړه۔د ګل په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس خپل د مباركۍ په پيغام كښې ده ووئيل په ټاكنو كاميابي ترلاسه كونكي د اولس د باور امين دي دغسې انتخابي ميدان كښې برخه اخستونكو ټول كانديدان هم د پيرزوئنې مستحق دي چا چې جمهوري عمل قوي كولو كښې خپل کردار ترسره كړې،تر ټولو زيات د ګلګت بلتستان شعور لرونكي اولس ته سلام كوم چا چې په امناكه ماحول كښې د ووټ په طاقت د خپل سباؤن پريكړه كړي۔ده ووئيل نن د اختلافات نه ځانله د دې حقيقت د منلو ورځ ده چې جمهوري نظام هغه قوت سره قوي كيږي كله چې سياسي ګوندونه او اولس په ګډه په آئيني او امناكه عمل د باور څرګندونه وكړي۔ده هيله څرګنده كړه چې ټول منتخب نمائندګان دې د اولس خدمت، پرمختيائي منصوبو، ځوانانو روښانهخ سباؤن او د ګلګت بلتستان سوكالۍ لپاره بشپړه كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں