د پاكستان او ماريشس د تجارت او كاروباري رابطو په زياتولو اتفاق

  اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت کوآرډینېټر رانا احسان افضل خان د مارېشس د خارجه وزارت استازي مروِن این چیډمبارم سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي همكارۍ ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښی د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستے شو او تجارتي رابطو ته د ودې وركولو …

 

اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت کوآرډینېټر رانا احسان افضل خان د مارېشس د خارجه وزارت استازي مروِن این چیډمبارم سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي همكارۍ ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښی د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستے شو او تجارتي رابطو ته د ودې وركولو په نوو موقعو غور وكړے شو۔ دوئي سرمايه كارۍ ته په وده وركولو د اقتصادي رابطو په لا مضبوطولو اتفاق وكړو۔ رانا احسان افضل خان ووئيل د کاروباری ادارو ترمينځه تړون (بی ټو بی) نوې تجارتي او د سرمايه كارۍ موقعو پېدا كولو كښی مهم كردار ترسره كولے شي۔ په پاكستان كښې د مارېشن سفير دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت اطمينان ښكاره كولو سره ګډې سوكالۍ له د رابطو او اقتصادي همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو

مزید خبریں