د پاكستان په برطانيه كښې د ځينې تاركين وطن لخوا د آزاد جمو وكشمير په اړه په غېر مسؤولانه او حقيقت څخه لرې تورونو د اندېښنې څرګندونه

  اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) پاكستان برطانيه كښې د مېشته ځينې تاركين وطن لخوا د آزاد جمو وكشمير په اړه په غېر مسؤولانه او حقيقت څخه لرې تورونو اندېښنه ښكاره كولو سره دغه وګړو ته مشوره وركړې ده چې هغوي د پاكستان او آزاد جمو وكشمير داخلي چارو كښې لاس وهنې څخه ډډه وكړي٬ ښه به دا وي چې هغوي چرته هم وي د دغه هېواد په پرمختګ او ښېګړه …

 

اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) پاكستان برطانيه كښې د مېشته ځينې تاركين وطن لخوا د آزاد جمو وكشمير په اړه په غېر مسؤولانه او حقيقت څخه لرې تورونو اندېښنه ښكاره كولو سره دغه وګړو ته مشوره وركړې ده چې هغوي د پاكستان او آزاد جمو وكشمير داخلي چارو كښې لاس وهنې څخه ډډه وكړي٬ ښه به دا وي چې هغوي چرته هم وي د دغه هېواد په پرمختګ او ښېګړه كښې خپل مثبت رول ولوبوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې پاكستان د ځيني برطانوي پارليماني غړو لخوا د غېر ضروري تبصرو او پورته كړې پوښتنو نوټس هم اخستې دې كومې چې ددې معاملې تاريخي پس منظر څخه د ناواقف پاتې كېدو عكاسي كوي۔ پاكستان يو خپلواكه او جمهوري هېواد دے كوم چې د نورو هېوادونو په داخلي چارو كښې د لاس وهنه نه كولو په اصول كلك باور لري او نورو څخه هم د دے چلند تمه لري۔ د پاکستان او آزاد جمو و کشمیر حكومتونه د وګړو د سوليزې اجتماع ٬ د رايې د آزادۍ او جمهوري عمل كښې د ګډون آئيني حقونو احترام كوي بياهم چاته به سركاري املاكو ته د زيان رسولو يا د بې ګناه وګړو او پوليس اهلكارو اجازه وركولې نه شي۔ خارجه دفتر ووئيل مونږ په برطانوي حكومت زور راوړو چې هغه د كالعدم تنظيمونو ملاتړ كوونكي عناصر خبر كري او هغوي ته خبردارې وركړې چې له داسې اقداماتو څخه ډډه وكړي او د آزاد جمو و کشمیر او پاکستان په آئين كښې د درج جمهوري عمل ٬ عدالتي پرېكړو اود قانون حكمرانۍ احترام وكړي۔

مزید خبریں