اسلام آباد۔8 جون(اے پی پی) په اسلام آباد كښې د ’’ كوم كوچنے زده كړو څخه محروم نه دے‘‘ كمپائن لاندې سكول څخه بهر 2328 كوچنيانو ته داخله وركړې شوې ده۔ دا كمپائن د وفاقي پلازمينې هر يو كوچني ته د زده كړو آسانۍ وركولو مقصد لپاره پېل كړے شوے دے۔ د وېلتھ پاکستان دستیاب سرکاری دستاویزات له مخې په مارچ 2026 كښی د پېل كړې شوي دې كمپائن …
اسلام آباد كښې د تعليمي كمپائن لاندې 2300 څخه زياتو كوچنيانو ته داخله وركړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 جون(اے پی پی) په اسلام آباد كښې د ’’ كوم كوچنے زده كړو څخه محروم نه دے‘‘ كمپائن لاندې سكول څخه بهر 2328 كوچنيانو ته داخله وركړې شوې ده۔ دا كمپائن د وفاقي پلازمينې هر يو كوچني ته د زده كړو آسانۍ وركولو مقصد لپاره پېل كړے شوے دے۔ د وېلتھ پاکستان دستیاب سرکاری دستاویزات له مخې په مارچ 2026 كښی د پېل كړې شوي دې كمپائن مقصد اسلام آباد کېپیټل ټېرېټری (آئی سی ټی) كښې سكول څخه د بهر كوچنيانو په ګوته كول ٬ د هغوي داخله او هغوي په تعليمي نظام كښې شاملول دي ٬ خواه هغه رسمي ادارې وي يا غېر رسمي۔ تر دې دمه په 31 یونین کونسلونو كښې د سروے كار بشپړ شوے دے۔ په دستاوېز كښې وئيلې شوې دي چې 5 څخه تر 16 كلونو عمر كوچنيانو له داخله وركول په ترجيحي بنيادونو هدف جوړ كړے شوے دے۔ په اولني پړاؤ كښې د 25,000 كوچنيانو نظام كښې د شاملولو هدف ټاكلے شوے دے۔ دستاوېز كښی وئيلې شوي دي چې په تعليمي نظام كښې شاملېدونكو ته د سكول يونيفارم ٬ تدريسي او تعليمي كټس وركولې شي۔ دې سره سره 1,100 څخه زيات اهل كسان د استاذانو په توګه تعينات كړې شوي دي او هغوي تربيه كړې شوي دي۔ په دې اقدام كښی يو شمېر ادارې برخه اخلي په كومو كښې چې وزارتِ وفاقی تعلیم و پېشه ورانه تربیت، نیشنل کمېشن فار هېومن ډوېلپمنټ، بېسک ایجوکیشن کمیونټی سکولز، نیشنل ایجوکیشن فاؤنډیشن، غیر سرکاری تنظیمیو، پاکستان انسټی ټیوټ آف ایجوکیشن او جاپان انټرنیشنل کوآپریشن ایجنسی شامله ده۔










