ګلګت بلتستان ۔ 08 جون (اے پی پی) د ګلګت بلتستان د ټولټاكنو 2026 غېر حتمي او غېر سركاري نتيجو له مخې د ګلګت ضلعې په دواړو حلقو كښې مهم سياسي شخصيات كامياب شوي دي۔ حلقه ګلګت-1 څخه د پاكستان مسلم ليګ (ن) كانديد او د ګلګت بلتستان پخوانے وزيراعلی حافظ حفيظ الرحمن لوے اكثريت سره كامياب ګرځولے شوے دے۔ بل اړخ ته حلقه ګلګت -2 څخه د پاكستان …
د ګلګت بلتستان په دوه حلقو كښې حفيظ الرحمن او امجد حسېن كامياب وګرځولې شوو

مزید خبریں
ګلګت بلتستان ۔ 08 جون (اے پی پی) د ګلګت بلتستان د ټولټاكنو 2026 غېر حتمي او غېر سركاري نتيجو له مخې د ګلګت ضلعې په دواړو حلقو كښې مهم سياسي شخصيات كامياب شوي دي۔ حلقه ګلګت-1 څخه د پاكستان مسلم ليګ (ن) كانديد او د ګلګت بلتستان پخوانے وزيراعلی حافظ حفيظ الرحمن لوے اكثريت سره كامياب ګرځولے شوے دے۔ بل اړخ ته حلقه ګلګت -2 څخه د پاكستان پيپلز پارټۍ صدر او كانديد امجد حسېن اېډووكېټ خپل مقابل كانديدانو له ماتې وركولو سره كاميابي ترلاسه كړې ده۔ تر دې دمه د ترلاسه شوو غېر سركاري نتيجو له مخې پاكستان پيپلز ګوند 10 چوكو سره تر ټولو د لوے اكثريتي ګوند په توګه رامخے ته شوے دے۔ د دې په مقابله كښې پاكستان مسلم ليګ نون په 6 چوكو كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د تحريك انصاف يوازې 2 كانديدان كامياب شوي دي۔ دغسې 5 آزاد كانديدان او د مجلس وحدت المسلمين يو كانديد كامياب ګرځولے شوے دے







