اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په سپېځلو او سولييزو ټاكنو د ګلګت بلتستان اولس له مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم پاكستان پيپلز پارټۍ له مباركي وركړه كومه چې د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د زياتو چوكو ترلاسه كوونكي ګوند په توګه رامخې ته شوه۔ وزیر اعظم په دې كاميابۍ صدر آصف …
د وزير اعظم شهباز شریف د ګلګت بلتستان اولس له د شفافو او سوله ییزو ټاکنو مبارکي

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په سپېځلو او سولييزو ټاكنو د ګلګت بلتستان اولس له مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم پاكستان پيپلز پارټۍ له مباركي وركړه كومه چې د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د زياتو چوكو ترلاسه كوونكي ګوند په توګه رامخې ته شوه۔ وزیر اعظم په دې كاميابۍ صدر آصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري له مباركي وركړه۔ هغه په ښه مقابله كولو د پاكستان مسلم ليګ نون كاميابو كانديدانو له هم مباركي وركړه۔ وزیر اعظم ووئيل د پاكستان مسلم ليګ ډلې له په سخته خوارۍ كولو شاباشې وركوم۔ ده ووئيل په سياسي فعاليتونو كښې په بشپړ ګډون كولو د ګلګت بلتستان اولس د ستائنې وړ دي۔ ده پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو له سولييزې ټاكنې كولو كښې د بشپړ رول په لوبولو شاباشې هم وركړو







