آزاد جموں و کشمیر كښې به ټاكني په خپل وخت كيږي ۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد 07 جون  (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په آزاد جموں و کشمیر كښې به په 27 جولائی ټاكني د خپل شیډول له مخې كيږي،ځیني عناصر د امن و امان وضعي او ټاكنو ته د زيان رسولو هڅي كوي، جوائنټ ایکشن کمېټۍ سره په شوي لوظنامه كښې په زياتره شقونو عملدرآمد شوې او پاتي چاري د خبرو اترو د …

 

اسلام آباد 07 جون  (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په آزاد جموں و کشمیر كښې به په 27 جولائی ټاكني د خپل شیډول له مخې كيږي،ځیني عناصر د امن و امان وضعي او ټاكنو ته د زيان رسولو هڅي كوي، جوائنټ ایکشن کمېټۍ سره په شوي لوظنامه كښې په زياتره شقونو عملدرآمد شوې او پاتي چاري د خبرو اترو د لارې حل كيږي، حکومت د ټولو مسئلو حل لپاره خبري  يواځنۍ او مؤثره لاره ګڼي۔د اتوار په ورځ سیاسی لارښودو سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل د آزاد جموں و کشمیر قانون ساز اسمبلۍ خپله موده پوره كړي،نوي ټاكنو اعلان شوې، انتخابی شیډول جاری شوې او په 27 جولائی به ټولټاكني كيږي دغسې ځيني عناصر د داسې ماحول پيدا كولو هڅي كوي چې ورسره امن و امان متاثره شي او د تير وخت په شان د تشدد مظاهري بيا وشي۔ده ووئيل جوائنټ ایکشن کمېټی ستمبر 2023 كښې جوړه شوي وه او د هغوي درې لوئ غوښتني په اوړو سبسډي ٬ د بجلۍ بيعه كښې كمې او د اشرافیه مراعات كمول وو،كومي چې حكومت منلي دي،دا مهال آزاد کشمیر كښې بجلی په درې روپۍ يونټ دے دغسې د اوړو پشمول په ټولو ضروري څيزونو سبسډي وركړې كيږي۔ده ووئيل ستمبر 2025 كښې يو ځل بيا لانګ مارچ، شټر ډاؤن او د تشدد مظاهرو کال وركړې شو او په 38 نکات مشتمل چارټر آف ډیمانډ وړاندې كړې شو۔په دې معامله د وفاقی وزيرانو او د پاکستان پیپلز پارټۍ په لارښودو مشتمل کمېټی جوړه شوه كومي چې په 3 او 4 اکتوبر 2025 په مظفرآباد كښې د جوائنټ ایکشن کمېټۍ سره خبري اتري وكړي او هغې نه پس لوظنامه وشوه۔طارق فضل چوهدری ووئيل وزیراعظم  محمد شهباز شریف په لوظنامه د بشپړه عملدرآمد سپارښتنه كړي۔مطلوبہ فنډز وركولو امر ئې وكړو او د عملدرآمد نګرانۍ لپاره کمېټی جوړه شوه۔ده ووئيل هره مياشت د جوائنټ ایکشن کمېټۍ نمائندګانو سره غونډي كيږي او د لوظنامې په شقونو د پیش رفت جاج اخستلې كيږي۔ده ووئيل آزاد جموں و کشمیر كښې د انتشار پیدا کولو ټولو هڅو د پاکستان دښمن ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل د جوائنټ ایکشن کمېټغ غوښتني نه وړاندې نظرانداز کړې شوي او نه اوس نظر انداز كيږي دغسې د مسئلو حل لپاره خبري اتري يواځنۍ لاره ده۔ده ووئيل د بے ګناه انسانی ځاني زيان او تشدد كوم هم صورت اجازه نه شي وركړې كيدې۔