د امريکی په  سفارتخانه كښې د امريکی د جمهوریت په250  کاله تر سره کیدو  دستوره،د دواړو هېوادونو پخوانۍ شراکت دارۍ ته پيرزونئې

  اسلام آباد 7 جون  (اے پي پي) د امريکې د آزادۍ دوه نيم سوه كاله په تر سره  كيدو د خوشحالۍ په موقع اسلام آباد كښې د امريكې په سفارتخانه كښې د ’’امريکا 250 ‘‘ په سرخط يوه دستوره وشوه چې پكښې  د امريكې د جمهوريت دوه نيم سوه كاله په تر سره كيدو او  پاك امريكا پخوانۍ شراكت دارۍ ته پيرزوئنې وړاندې شوي، دستوره د امريكې د آزادۍ …

 

اسلام آباد 7 جون  (اے پي پي) د امريکې د آزادۍ دوه نيم سوه كاله په تر سره  كيدو د خوشحالۍ په موقع اسلام آباد كښې د امريكې په سفارتخانه كښې د ’’امريکا 250 ‘‘ په سرخط يوه دستوره وشوه چې پكښې  د امريكې د جمهوريت دوه نيم سوه كاله په تر سره كيدو او  پاك امريكا پخوانۍ شراكت دارۍ ته پيرزوئنې وړاندې شوي، دستوره د امريكې د آزادۍ ورځي د جشن برخه ده چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزه اړيكو عكاسي كيږي، د پاکستان د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق  لرونكو ميلمنو فريډم ټو ففټي جشن كښې ګډون وكړو چې پكښې  سرکاري چارواكي، کاروباري شخصيات ،د سول سوسائټۍ نمائندګان ، تعليمي پوهان او كلتوري شخصيات شامل وو۔د امريکې د سفارت خانے له مخې په دې دستوره كښې د ميلمنو ګډون د پاکستان او امريکې اړيكو اهميت رامخې ته كړو۔د  امريکې ناظم الامور نيټلي بيکر د فريډم 250 په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل د  آزادۍ دوه نيم سوه كاله په پوره كيدو دستوره نه يواځې د امريکې د تاريخ لويه كاميابي ده بلكه آزادي، جمهوريت او اشتراک د هغه شريكو اقدارو جشن هم دې كوم چې پاکستان او امريکا يو بل ته رانزدې كوي۔