د مذهبي چارو وفاقي وزير مدينه منوره كښې د حجيانو د استوګنو دوره وكړه،حجيانو په انتظاماتو د اطمينان څرګندونه

  مدينه منوره  06 جون  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د خالي په شپه مسجد نبوي سره نزدې مرکزيه كښې د پاکستاني حجيانو د استوګنو سمدستي او تفصيلي دوره وكړه۔په دې موقع د مدينې ډائريکټر زاهد سهيل او د مدينې کوآرډينيټر عمران مشعال هم ده سره وو۔ وفاقي وزير د حجيانو سره نيغ په نيغه ملاقاتونه وكړل او مکه مکرمه او مدينه منوره كښې …

 

مدينه منوره  06 جون  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د خالي په شپه مسجد نبوي سره نزدې مرکزيه كښې د پاکستاني حجيانو د استوګنو سمدستي او تفصيلي دوره وكړه۔په دې موقع د مدينې ډائريکټر زاهد سهيل او د مدينې کوآرډينيټر عمران مشعال هم ده سره وو۔ وفاقي وزير د حجيانو سره نيغ په نيغه ملاقاتونه وكړل او مکه مکرمه او مدينه منوره كښې په مجموعي سهوليات،او په خاص توګه درې وخته خوراك معيار او ټرانسپورټيشن نظام په اړه ئې تپوس پوښتنه وكړه۔د دورے په مهال حجيانو د سرکاري حج سکيم ترمخه په شوې انتظامات د اطمينان او خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف د ګيلو سمدستي نوټس اخستلو سره په موقع د پاکستان حج مشن چارواكو څخه ځواب وغوښتلو او باور ئې وركړو چې ټولي مسئلې به حل كولې شي۔د دورے په آخر وفاقي وزير سردار محمد يوسف اړوندو چارواكو، خدام الحجاج  او معاون عملے ته سپارښتنه وكړه چې چې د حج آپريشن تر آخري مرحلے د حجيانو په خذمت كښې كومه بے غوري ونه كړي۔

مزید خبریں