د هاكۍ قامي ډلي اېف آئي ايچ پرو ليګ كښې ګډون لپاره چمتو والی نیولی کیږ ي، قامي سکواډ به ډير زر د بيلجيئم او برتانيې دوره وكړي

  لاهور 06 جون (اے پي پي) د پاکستان هاکي فيډريشن (پي ايچ ايف) اعلان کړې چې د هاكۍ قامي ډلی د اېف آئي ايچ پرو ليګ سيالو كښې ګډون لپاره چمتوالی آخري پړاؤ كښې دي او قامي سکواډ به راروانو څو ورځو كښې د بيلجيئم او برتانيې مهمي دورې كوي۔د پي ايچ اېف وياند له مخې د قامي ډلي انتخاب د  پروفيشنل ډويلپمنټ کمېټۍ ،قامي سليکټرز او کوچنګ سټاف …

 

لاهور 06 جون (اے پي پي) د پاکستان هاکي فيډريشن (پي ايچ ايف) اعلان کړې چې د هاكۍ قامي ډلی د اېف آئي ايچ پرو ليګ سيالو كښې ګډون لپاره چمتوالی آخري پړاؤ كښې دي او قامي سکواډ به راروانو څو ورځو كښې د بيلجيئم او برتانيې مهمي دورې كوي۔د پي ايچ اېف وياند له مخې د قامي ډلي انتخاب د  پروفيشنل ډويلپمنټ کمېټۍ ،قامي سليکټرز او کوچنګ سټاف په نګرانۍ كښې په سپيځلې ډول او په ميرټ شوے دے۔د لوبغاړو په انتخاب كښې فټنس،اوسنې فارم،تکنيکي پوهه،تګلاره ٬ ډسپلن او تربيتي کيمپ كښې مجموعي کارکردګي ترنظر ساتلې شوي۔د فيډريشن له مخې په نړيواله كچه د سيالو تيارۍ لپاره لوبغاړو له ټريننګ پروګرام شوې دغسې کوچنګ سټاف د لوبغاړو په فټنس،عزم او پيشه وره رويے د اطمينان څركندونه كړي۔بيلجيئم او برتانيه كښې هم د قامي ډلي لپاره ټول ضروري انتظامات ترسره شوي دغسې چې لوبغاړو په ښه ډول خپلي کارکردګۍ ته پام لرنه وكړي۔پي ايچ ايف د قامي ډلي لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره اولس ته اپيل كړې چې د اېف آئي ايچ پرو ليګ مهمو سيالو كښې د پاکستان کاميابۍ له دعا اوكړي۔

مزید خبریں