اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب په مشرۍ كښې د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د خزانې وزارت كښې وشوه۔ په غونډه كښې اي سي سي د كابينه ډويژن لخوا د وړاندې كړې شوې سمرۍ منظوري وركولو سره د تلپاتې پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو پروګرام (اېس اے پی) لپاره د 7026.3 ملین روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظور كړو۔ كمېټۍ د پاكستتان نېوي هنګو …
د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه ، بېلو منصوبواو ادارو لپاره د تېكنيكي ضمني ګرانټس منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب په مشرۍ كښې د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د خزانې وزارت كښې وشوه۔ په غونډه كښې اي سي سي د كابينه ډويژن لخوا د وړاندې كړې شوې سمرۍ منظوري وركولو سره د تلپاتې پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو پروګرام (اېس اے پی) لپاره د 7026.3 ملین روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظور كړو۔ كمېټۍ د پاكستتان نېوي هنګو منصوبې لپاره د 10.15 بلین روپو ضمني ګرانټ ٬ اسلام آباد كښې د امن مذاكرات په مهال سكيورټي انتظام له د 692.9 ملین روپۍ ، د امام بارګاہ خدیجة الکبریٰ ترلائی اسلام آباد چاؤدنې معاوضتي خرڅونو له 241 ملین روپۍ، د پاکستان لېنډ پورټس اتھارټی آپریشنل ضرورتونو له 528 ملین ، پاکستان کوسټ ګارډز له 800 ملین روپۍ ، سېف سټی اسلام آباد توسيعي منصوبې له 1883.7 ملین، د نېکټا آپریشنل ضرورتونو له 150 ملین او رېکوډک منصوبې له 413.9 ملین روپۍ منظور كړې۔ دغسې پی ټی وی سی ته د جون 2026 تنخاګانو ادائيګۍ لپاره د 733 ملین جاری كولو منظوري وركړې شوه۔ د ګلګت بلتستان په شيګار كښې ټېلي كام سائټس او ټېلېفون ټاورز لګولو له 183.5 ملین روپۍ منظور كړې شوې۔ دغسې د پارلیمانی سېکرټريز او ملازمينو خرڅونو له د 119.9 ملین تکنیکی ضمنی ګرانټ منظور كړے شو۔ ای سی سی د پارلیمنټ هاؤس اسلام آباد مسجد توسيع او اپ ګرېډېشن لپاره د 30 ملين روپو تكنيكي ګرانټ په شمول نورو يو شمېر منصوبو او ادارو لپاره ګرانټس منظور كړل۔ په غونډه كښې د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ، د پټروليم وفاقي وزير علی پرویز ملک، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال، د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صدیقی او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔







