ډرېپ ته آئي سي اېچ كښې د مبصر درجه ترلاسه كېدل يوه تاريخي كاميابي ده : د روغتيا وفاقي وزير

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) ډرګ رېګولېټری اتھارټی آف پاکستان (ډرېپ) ته انټرنېشنل کونسل فار هارمونائزېشن څخه د مبصر درجه ترلاسه شوه٬ دا پرېكړه د برازيل په ريوډي جنيرو ښار كښې 2 څخه تر 3 جون د ICH اسمبلۍ غونډه كښې وشوه۔ د روغتيا وزارت وياند له مخې د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال ډرېپ ته په دې سنګ ميل مباركي وركولو سره ووئيل چې دا يو تاريخي كاميابي ده۔ ده …

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) ډرګ رېګولېټری اتھارټی آف پاکستان (ډرېپ) ته انټرنېشنل کونسل فار هارمونائزېشن څخه د مبصر درجه ترلاسه شوه٬ دا پرېكړه د برازيل په ريوډي جنيرو ښار كښې 2 څخه تر 3 جون د ICH اسمبلۍ غونډه كښې وشوه۔ د روغتيا وزارت وياند له مخې د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال ډرېپ ته په دې سنګ ميل مباركي وركولو سره ووئيل چې دا يو تاريخي كاميابي ده۔ ده ووئيل آئی سی اېچ د نړيوالې كچې فورم دے۔ ده ووئيل د نړۍ لويې رېګولېټري ادارې او صنعت په ګډه د دويانو معيار او حفاظت باوري كولو له د لارښودنې اصول وضعه كوي۔ ده ووئيل دې پېشرفت سره به د پاكستان د رېګولېټري نظام صلاحيت او د ډرېپ شفافيت او كاركردګي لا ښه شي او په فارماسیوټیکل نظام  به باور زيات شي۔

مزید خبریں