اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) پاک چین ملګرتيا په ستراتيجيكي همكارۍ ٬ ګډ باور او شريكو ګټو اډانه ده۔ د نوموړې چينائي ورځپاڼې ګلوبل ټائمز له مخې د تېر 75 كلونو په مهال په نړيواله كچه د بدلېدونكو حالاتو ٬ سياسي بدلونونو او معاشي سود او زيان باوجود پاك چين ملګرتيا زياته مضبوطه پاتې شوې ده۔ تاريخ ګواه دے چې پاكستان او چين تل په سخت وخت كښې د يو …
پاك چين تلپاتې ملګرتيا ، د پياوړې او باور وړ همكارۍ ځانګړے علامت دے: چينائي ورځپاڼه

مزید خبریں
اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) پاک چین ملګرتيا په ستراتيجيكي همكارۍ ٬ ګډ باور او شريكو ګټو اډانه ده۔ د نوموړې چينائي ورځپاڼې ګلوبل ټائمز له مخې د تېر 75 كلونو په مهال په نړيواله كچه د بدلېدونكو حالاتو ٬ سياسي بدلونونو او معاشي سود او زيان باوجود پاك چين ملګرتيا زياته مضبوطه پاتې شوې ده۔ تاريخ ګواه دے چې پاكستان او چين تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ د آزادې خارجه پالېسۍ او تعميري سفارتكارۍ دلارې پاكستان په هغه اولنيو هېوادونو كښې شامل و كوم چې چين تسليم كړو۔ د امنيتي چېلنجونو باوجود پاكستان د چينائي سرمايه كارۍ د كاميابۍ او په هېواد كښې د چينائي وګړو د تحفظ عزم لري۔ د ګډ معاشي پرمختګ خوب لپاره پاك چين ملګرتيا په اقتصادي مېدان كښې د سي پېك دلارې په نوي پړاؤ كښې داخله شوې ده۔ د پوهانو له مخې پاك چين اړيكې يوازې سفارتي نه بلكې د ګډ احترام ٬ شريك پرمختګ اةو مضبوطې ورورولۍ علامت دي۔







