اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي په 27 جولائي به آزاد كشمير كښې ټولټاكنې كيږي ، د اېكشن كمېټۍ لخوا پاكستان څخه د ټاكلې شوي آزاد کشمیر اسمبلۍ 12 چوكو ختمولو غوښتنه د ټاكنو عمل لمينځه وړولو مترادف دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د جمهوري سوچ تقاضا ده چې كوم كسان دا غوښتنه كوي هغوي …
د اېكشن كمېټۍ لخوا پاكستان څخه د ټاكلې شوي آزاد کشمیر اسمبلۍ 12 چوكو ختمولو غوښتنه د ټاكنو عمل لمينځه وړولو مترادف دے: خواجه آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي په 27 جولائي به آزاد كشمير كښې ټولټاكنې كيږي ، د اېكشن كمېټۍ لخوا پاكستان څخه د ټاكلې شوي آزاد کشمیر اسمبلۍ 12 چوكو ختمولو غوښتنه د ټاكنو عمل لمينځه وړولو مترادف دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د جمهوري سوچ تقاضا ده چې كوم كسان دا غوښتنه كوي هغوي دې په 27 جولائي دا پرېكړه اولس ته پرېږدي۔ دا به جمهوري سوچ وي ګني بيا به بلېك مېلنګ تصور كيږي۔ ده ووئيل سيالكوټ ښار او تحصيل څخه د كشمير اسمبلۍ يو سيټ دے او د پاكستان قومي اسمبلۍ دوه چوكۍ دي او په باقي پاكستان كښې د كشمير حلقې دي۔ دلته د كشمير مهاجرينو زياتره شمېره جمو سره تعلق لري۔ په اكتوبر 1947 كښې مهاجرينو دوه لكه څخه د زياتو ځانونو قرباني وركولو سره سيالكوټ ښار او تحصيل ته راغلل۔ ده ووئيل تاسو څنګه دا مهاجرين له خپل حق څخه محرومولې شۍ۔ ده وويل په بل خپله رايې تسليمولو بايد جمهوري لاره خپله كړې شي۔








