پاكستان آسټرېليا ته درېم كركټ مېچ كښې په 4 وكټونو ماتې وركولو سره سيريز په خپل نوم كړو ، ګرین شرټس د نړيوال چېمپئنز خلاف پرله پسې درېم ون ډے سيريز وګتلو

لاهور۔5جون(اے پی پی)په قذافی سټټېډیم كښې شوي درېم او پرېكنده يو ورځني مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې غوره لوبه وړاندې كولو سره آسټريليا ته په 4 وكټونو ماتې وركړه۔ دې تاريخي بريا سره پاكستان د درې مېچونو سيريز 1-2 سره په خپل نوم كولو سره د نړيوال چیمپئن آسټریلیا خلاف پرله پسې د درېم ون ډے سيريز ګټلو اعزاز ترلاسه كړو۔ د 158 رنز معمولی هدف  په تعاقب كښې پاكستان يو …

لاهور۔5جون(اے پی پی)په قذافی سټټېډیم كښې شوي درېم او پرېكنده يو ورځني مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې غوره لوبه وړاندې كولو سره آسټريليا ته په 4 وكټونو ماتې وركړه۔ دې تاريخي بريا سره پاكستان د درې مېچونو سيريز 1-2 سره په خپل نوم كولو سره د نړيوال چیمپئن آسټریلیا خلاف پرله پسې د درېم ون ډے سيريز ګټلو اعزاز ترلاسه كړو۔ د 158 رنز معمولی هدف  په تعاقب كښې پاكستان يو وخت كښې په مضبوط پوزيشن و بياهم د مډل آرډر وكټونو ناڅاپي پرېوتو سره كوربه لوبډله په 112 رنز د 6 وكټونو له لاسه په وركولو ستونزو سره مخ شوه۔ خو د شاداب او عبد الصمد جدي بېټنګ د آسټرېلوی باؤلرانو فشار كم كړو۔ دواړو 49 رنز جوړولو سره پاكستان بحران څخه بهر كړو او په سيريز كښې يۍ فتح باوري كړه۔ شاداب په 42 بالونو 29 او عبد الصمد په 30 بالونو 18 رنز جوړ كړل۔ پخواني كپتان بابر اعظم 40 رنز سكور كړل۔ د آسټریلیا ټوله لوبډله وړاندې بېټنګ كولو سره په 42 اوورز  كښې په 157 رنز آوټ شوه۔ شاهین شاہ آفریدی 3 وکټونه ترلاسه كړل۔ دغسې ابرار احمد او شاداب خان 2،2 لوبغاړي آؤټ كړل۔ د پاكستان دا بريا يوازې د يو مېچ بريا نه ده بلكې د نړۍ تر ټولو مضبوط لوبډلو كښې د يوې په ضد د ګرين شرټس د ذهني پختګۍ ٬ په فشار كښې د لوبې كولو صلاحيت او د زيات شوي باور ښكاره ثبوت دے

مزید خبریں