اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په پنجګور ضلع كښې د هندي ملاتړ لرونكې فتنة الهندوستان 6 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د پي اېم آفس مېډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل امنيتي ځواكونو د بې ګناه او تش لاسې پاكستاني وګړو ځان او مال ته زيان رسوونكي هندي ملاتړ لرونكي ترهګر …
د وزيراعظم په پنجګور كښې د فتنة الهندوستان 6 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې
اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په پنجګور ضلع كښې د هندي ملاتړ لرونكې فتنة الهندوستان 6 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د پي اېم آفس مېډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل امنيتي ځواكونو د بې ګناه او تش لاسې پاكستاني وګړو ځان او مال ته زيان رسوونكي هندي ملاتړ لرونكي ترهګر وژلې دي۔ ده ووئيل حكومت هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لري۔









