اسلام آباد 05 جون (اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي موسمياتي بدلون يواځې يوه ماحولياتي مسئله نه ده بلکه دا د وګړو د روغتيا، غذائي تحفظ او معاشي پرمختګ لپاره يو لويې چيلنج دے۔ د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څركندونه د ماحوليات نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه ۔ ده د ماحوليات نړيوالي ورځ په موقع وګړو …
موسمياتي بدلون د وګړو روغتيا ، غذائي تحفظ او معاشي پرمختګ لپاره لويې چيلنج دے: صدر آصف علي زرداري
اسلام آباد 05 جون (اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي موسمياتي بدلون يواځې يوه ماحولياتي مسئله نه ده بلکه دا د وګړو د روغتيا، غذائي تحفظ او معاشي پرمختګ لپاره يو لويې چيلنج دے۔ د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څركندونه د ماحوليات نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه ۔ ده د ماحوليات نړيوالي ورځ په موقع وګړو او نړيوالي ورورولۍ ته غږ وكړو چې د ماحول تحفظ او د موسمياتي بدلون زياتو شوو خطرو نه ځان خبر كړي ۔ صدر ووئيل زيات شوے درجه حرارت، سختې موسمي پېښي ،د واروي ويلي كيدل،د اوبو كمے ، د حياتياتي تنوع زيان او ماحولياتي انحطاط اوس د سباؤن نه د اوسني وخت ژوند او معيشتونو له زيان ګرځي۔ده ووئيل سږ كال د ماحوبيات نړيوالي ورځ مرکزي سرخط موسمياتي اقدام دے۔ دا د دې خبري يادونه كوي چې نن شوې پريكړي به د سباؤن د ژوند د معيار ټاكنه کوي۔ صدر مملکت ووئيل موسمياتي بدلون يواځې يوه ماحولياتي مسئله نه ده بلکه دا د صحتِ ، غذائي تحفظ او معاشي پرمختګ لپاره يو لويې چيلنج دے۔پاکستان د موسمياتي بدلون اثرات له امله زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې شامل دے هر څو چې د ګرين هاؤس ګيسونو په اخراج كښې د يو فيصد څخه هم لږه برخه لرو۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل ګلوبل وارمنګ سره سره ايل نينو په شان موسمي مظاهر دغه خطرې زياتولې شي او په كمزورو طبقو او په معيشت اضافي فشار اچولې شي۔ده ووئيل ميرمني ، ماشومان او نوري كمزوري طبقې د دې چيلنجونو تر ټولو لوي بار پورته كوي۔ده ووئيل د ماحولياتي ذمه وارۍ اقدامات به په كورونو ، سکولونو، کاروباري ادارو او سرکاري ادارو كښې په عملي توګه خپلول وي۔ صدر د ځوانانو ، سول سوسائټۍ، تعليمي ادارو، مذهبي لارښودو ، ميډيا او د نجي څانګې ډاډګيرنې كولو سره ووئيل خبرتيا او عملي حل لټولو كښې فعاله کردار ترسره كړي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري زور راوړو راځئ چې د ماحول تحفظ، د قدرتي وسائلو ذمه واره استعمال او د نوو نسلونو لپاره يو محفوظ پاکستان جوړولو لپاره عزم وكړو۔










