اسلام آباد 05 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د پاك٬محفوظ او تلپاتي چاپېريال تحفظ زمونږ ګډه ذمه واري ده٬موسمياتي بدلون٬ماحولياتي آلودګي ٬ ځنګلونه ختمول او د قدرتي وسائلو بې دريغه كارولو په څير مسئلې بشري صحت٬ معيشت او د راتلونكو نسلونو سباؤن لپاره سنګينې خطرې راپېدا كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ماحول نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وكړه كومه …
د پاك٬محفوظ او تلپاتي چاپېريال تحفظ زمونږ ګډه ذمه واري ده۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق
اسلام آباد 05 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د پاك٬محفوظ او تلپاتي چاپېريال تحفظ زمونږ ګډه ذمه واري ده٬موسمياتي بدلون٬ماحولياتي آلودګي ٬ ځنګلونه ختمول او د قدرتي وسائلو بې دريغه كارولو په څير مسئلې بشري صحت٬ معيشت او د راتلونكو نسلونو سباؤن لپاره سنګينې خطرې راپېدا كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ماحول نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وكړه كومه چې هر كال د جون په پنځمه نيټه د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې په ټوله نړۍ كښې لمانځلې كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د ماحول نړيواله ورځ لمانځلو مقصد اولس كښې ماحولياتي تحفظ په اړه شعور رامخې ته كول او د قدرتي وسائلو ذمه واره استعمال ته وده وركول دي۔ده ووئيل په نړيواله كچه د ګرين هاؤس ګازونو به اخراج كښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده خو پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو اثرات څخه تر ټولو زيات متاثر كيږي۔ده په دې امر زور راوړو چې د ماحول تحفظ او ماحولياتي آلودګۍ خاتمې لپاره په ڼړيواله كچ مربوط تګلارې او موثر اثدامات د وخت مهم ضرورت دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د شجركارۍ وده٬د اوبو او توان محتاط استعمال٬د پلاسټك غېر ضروري كارولو څخه ډډه كول او د ماحول دوسته ژوند خپلولو څخه په ماحولياتي مسئلو قابو موندلې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل پارليمان د ماحولياتي تحفظ٬پائيدار پرمختګ او موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره موثر قانون سازۍ كښې خپل بشپړ كردار ادا كولو له عزم لري۔ده ووئيل د ماحول دوسته رويو ودې او د قدرتي وسائلو دانشمنده استعمال د لارې مونږ راتلونكو نسلونو ته يو ښه٬محفوظ او پائيدار سباؤن وركولې شو۔










