د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او د المان سفير اينا ليپل د موبائل رجسټريشن وينز پرانسته وكړه

  اسلام آباد 04 جون  (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او پاکستان كښې د المان سفير اينا ليپل د زيارت په ورځ د بي آئي اېس پي هيډکوارټرز اسلام آباد كښې د 7 نوو موبائل رجسټريشن وينز رسمي پرانسته وكړه۔دا نوي وينز د المان حکومت د اړخه د اقتصادي مرستي او پرمختګ وفاقي وزارت (بي ايم زيډ) د لارې وركړې شوي دغسې په …

 

اسلام آباد 04 جون  (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او پاکستان كښې د المان سفير اينا ليپل د زيارت په ورځ د بي آئي اېس پي هيډکوارټرز اسلام آباد كښې د 7 نوو موبائل رجسټريشن وينز رسمي پرانسته وكړه۔دا نوي وينز د المان حکومت د اړخه د اقتصادي مرستي او پرمختګ وفاقي وزارت (بي ايم زيډ) د لارې وركړې شوي دغسې په دې منصوبه عملدرآمد د جي آئي زيډ په مرسته شوے۔د دې وينز نه پس د بي آئي اېس پي موبائل رجسټريشن وينز شميره د 25 نه 32 ته ورسيده چې ورسره به د هېواد لري پرتو سيمو او  پسمانده سيمو مستحقو كورنيو ته رسنه آسانه شي۔ د تيرو 2 كلونو په مهال  د بي آئي اېس پي 647 ډائنامك رجسټري سينټرز او موبائل رجسټريشن وينز د لارې 2 کروړه 20 لکهه څخه زياتو كورنيو خپله ډيټا اپ ډيټ کړې ده ٬  د  بي آئي اېس پي نېشنل سوشيو اکنامك رجسټري (اين اېس اي آر) ډيټا اوس په 3 کروړ 87 لکهه كورنيو مشتمله ده دغسې دې ډيټا بيس څخه 215 وفاقي او صوبائي پروګرامز مستفيد كيږي۔په دې موقع چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د المان حکومت، بي ايم زيډ، جي آئي زيډ او کے ايف ډبليو نمائندګانو هركلي كولو سره د سماجي تحفظ په څانګه كښې په پرله پسې مرسته مننه وكړه۔دې څخه وړاندي چيئرپرسن بي آئي اېس پي او د المان سفير اينا ليپل د يو موبائل رجسټريشن وين دوره وكړه او هلته  د وركړې كيدونكو سهوليات يې جاج  واخست۔ دغس ېچيئرپرسن سفير ته د نادرا سره  د مرستي ترمخه  د سي اين آئي سي، فارم۔ب اجراء او  د بائيوميټرك تصديق كښې د ستونزو سره د مخ كيدونكو بينفشريز لپاره  د فيشل ريکګنيشن سسټم په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع د بي آئي اېس پي ايډيشنل سيکرټري ډاکټر عصمت نواز، ډائريکټر جنرلز، د المان حکومت، بي ايم زيډ، جي آئي زيډ او ايف ډبليو نمائندګان هم موجود وو۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں