سري لنكا سره سياسي ٬ اقتصادي ٬ تعليمي ٬ دفاعي او په اولسي كچه همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لرو: اسحاق ډار

  اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان سري لنكا سره خپلې پخوانۍ او د ملګرتيا اړيكې زياتې مهمې ګڼي او د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي ٬ اقتصادي ٬ تعليمي ٬ دفاعي او په اولسي كچه همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ د بهرنيو چارو وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ دلته په خارجه وزارت كښې …

 

اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان سري لنكا سره خپلې پخوانۍ او د ملګرتيا اړيكې زياتې مهمې ګڼي او د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي ٬ اقتصادي ٬ تعليمي ٬ دفاعي او په اولسي كچه همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ د بهرنيو چارو وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ دلته په خارجه وزارت كښې د سري لنكا د نېشنل ډېفنس كالج د اعلی كچې يو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه كوم چې د خپلې مطالعاتي دورې په لړ كښې پاكستان ته راغلے دے۔ ملاقات كښې پلاوي ته د پاكستان د خارجه پالېسۍ ٬ منطقې ته د پېښو چېلنجونو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان د دريځ په اړه بريفنګ وركړے شو۔ سېنټر اسحاق ډار د پلاوي هركلي كولو سره دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه تړون ٬ تفاهم او ادراك ته ودې وركولو له مهمه وګرځوله۔ ده په دې موقع ووئيل پاكستان سري لنكا سره خپلې پخوانۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي او په سياسي ٬ اقتصادي ٬ تعليمي ٬ دفاعي او اولسي كچه همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لرو۔ ده باور ښكاره كړو چې داسې دورې به دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو كښې مرستيالې وګرځي۔

مزید خبریں