په ګلګت بلتستان كښې پيپلز پارټۍ ته ترلاسه شوي مقبوليت څخه مخالفين يريدلي دي۔ سينيټر پلوشه خان، سينيټر شهادت اعوان او د قامي اسمبلۍ غړې سحر کامران پرېس کنفرنس

  اسلام آباد 04 جون  (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ لارښودو وئيلي دي په ګلګت بلتستان كښې پيپلز پارټۍ ته ترلاسه شوي مقبوليت څخه مخالفين يريدلي دي، ګلګت بلتستان له شناخت پاکستان پيپلز پارټۍ وركړے او انشاء الله راروانو ټاكنو كښې به هم پيپلز پارټي کاميابيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه سينيټر پلوشه خان، سينيټر شهادت اعوان او د قامي اسمبلۍ غړې سحر کامران پيپلز سيکرټريټ اسلام آباد كښې پرېس …

 

اسلام آباد 04 جون  (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ لارښودو وئيلي دي په ګلګت بلتستان كښې پيپلز پارټۍ ته ترلاسه شوي مقبوليت څخه مخالفين يريدلي دي، ګلګت بلتستان له شناخت پاکستان پيپلز پارټۍ وركړے او انشاء الله راروانو ټاكنو كښې به هم پيپلز پارټي کاميابيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه سينيټر پلوشه خان، سينيټر شهادت اعوان او د قامي اسمبلۍ غړې سحر کامران پيپلز سيکرټريټ اسلام آباد كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔سينيټر پلوشه خان ووئيل ګلګت بلتستان كښې مهمي ټاكني كيدونكي دي او د بيلو سياسي ګوندونو لارښود هلته رسيدلي دي دغسې حقيقت دا دے چې ګلګت بلتستان له شناخت او سياسي حقونه پاکستان پيپلز پارټۍ وركړي۔ دې ووئيل اولس د ګرانۍ څخه تنګ شوے او پخپله سولر پينلز لګوي۔دې ووئيل اليکشن کمېشن بايد په ضابطه اخلاق په سختۍ سره عملدرآمد باوري كړي۔سينيټر شهادت اعوان ووئيل كوم ګوندونه چې په تير وخت كښې په اقتدار كښې وؤ،بايد هغوي ځواب وركړي چې د ګلګت بلتستان لپاره ئې كوم پرمختيائي كارونه كړي۔ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې به پاکستان پيپلز پارټي حکومت جوړوي۔ده ووئيل ګلګت بلتستان له شناخت صدر آصف علي زرداري وركړے دغسې ذوالفقار علي بھټو په وړومبي ځل د ايف سي آر په شان  د پخواني نظام خاتمه کړي۔د ميرمنو د حقونو، د ځوانانو نمائندګي او  د جمهوري ادارو جوړولو كښې هم پيپلز پارټۍ كردار ترسره كړ ے۔ده اولس ته غږ وكړو چې ډنډورو ته پام لرنه مه كوئ او حقائق تر نظر اوساتئ۔ده غوښتنه وكړه چې ګرانۍ كښې د زياتوالي په تناسب سره دې د سركاري ملازمانو تنخاګانو كښې هم زياتوالے وكړے شي۔د قامي اسمبلۍ غړې سحر کامران ووئيل پاکستان پيپلز پارټۍ په ګلګت بلتستان كښې ګڼ شمير پرمختيائي پروژوې بشپړي كړي او اولسي مسئلو له ئې عملي ګاموته اغستي۔دې ووئيل آصفه بھټو زرداري ته ګلګت بلتستان كښې غير معمولي عوامي مقبوليت ترلاسه شوے چې له امله ئې مخالفين خفګان سره مخ دي۔دې ووئيل پيپلز پارټۍ سېلاب ځپليو له كورونه وركوي او عمر له ئې د  ’’روټي، کپړا او مکان‘‘ په منشور عمل كړے ۔ دې ووئيل ګلګت بلتستان كښې د بندونو او نورو مهمو پروژو بنياد پاکستان پيپلز پارټي اېښودے دے ٬ دې غوښتنه وكړه چې  د ګلګت بلتستان اليکشن کميشن دې په ضابطه اخلاق عملدرآمد باوري كړي۔

مزید خبریں