د تور زيړي د مخ نيوي پروګرام د قامي روغتيا زياته اهميت لرونكې منصوبه ده۔ مصطفيٰ كمال

  اسلام آباد 04 جون  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزيرِ مصطفيٰ كمال په مشرۍ كښې د  هيپاټائټس سي مخ نيوي په اړه د وزيراعظم پروګرام مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د روغتيا  وفاقي سيكرټري ، ايډيشنل سيكرټري،د  نېشنل انسټيټيوټ آف هيلتھ (اين آئي ايچ) سي اي او ، د وفاقي روغتونونو مشرانو او د روغتيا ضلعي افسرانو (ډي ايچ اوز) ګډون وكړو۔د غونډي په مهال د پروګرام …

 

اسلام آباد 04 جون  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزيرِ مصطفيٰ كمال په مشرۍ كښې د  هيپاټائټس سي مخ نيوي په اړه د وزيراعظم پروګرام مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د روغتيا  وفاقي سيكرټري ، ايډيشنل سيكرټري،د  نېشنل انسټيټيوټ آف هيلتھ (اين آئي ايچ) سي اي او ، د وفاقي روغتونونو مشرانو او د روغتيا ضلعي افسرانو (ډي ايچ اوز) ګډون وكړو۔د غونډي په مهال د پروګرام ډائريكټر په اسلام آباد كښې د هيپاټائټس سي سكريننګ كمپائن په پيش رفت تفصيلي بريفنګ وركړو او تر اوسه ترلاسه نتيجو څخه ئې غونډه خبر كړه۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزيرِ مصطفيٰ كمال ووئيل د  وزيراعظم د هيپاټائټس سي پروګرام د قامي صحت په اړه زيات اهميت لرونكې منصوبه ده۔ده ووئيل په پاكستان كښې د هيپاټائټس سي د رنځورانو شميره يو كروړ څخه زياته ده،چې ترمخه ئې د دې رنز خاتمه قامي ترجيحات كښې شامله ده۔د روغتا وزيرِ ووئيل پاكستان د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د مصر كامياب ماډل خپل كړے او د مصر په شان پاكستان هم هيپاټائټس سي فري هېواد جوړول زمونږ هدف دے۔ده د اړوندو ادارو مشرانو ته سپارښتنه وكړه چې د دې رنز خاتمې لپاره كوټلي اقدامات باوري كړي۔مصطفيٰ كمال ووئيل د هيپاټائټس سي په ضد جنګ كښې د ټولو ادارو شريك او منظم كردار ته اړتيا ده۔دا يواځې د صحت يو پروګرام نه بلكه د قام د سباؤن محفوظولو يو كوټلې كمپائن دے۔ده زور راوړو چې ټولي ادارې دې په شيركه مرسته او تګلارې له مخې كار وكړي دغسې چې مطلوبه نتيجې ترلاسه شي۔وفاقي وزيرِ د اولسي خبرتيا كمپائن لا مؤثره كولو په حاجت زور راوړو ۔ ده ووئيل د زياتو وګړو سكريننګ لپاره شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د هيپاټائټس سي كيريئرز په وخت  او سمدستي درملنې د لارې د د رنز خپريدو په ښه ډول مخنيوې كيدے شي۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د سكريننګ عمل نور هم آسان كړي دغسې چې يات وګړي دې څخه استفاده وكړي۔ده ووئيل د ټولو وګړو دا ذمه واري ده چې خپل ټيسټ وكړي او خپلي كورنۍ،ملګرو او د ټولني نورو كسانو ته هم د دې ترغيب وركړي دغسې چې پاكستان د هيپاټائټس سي څخه پاكولو لپاره قامي هدف سر كولو له  مرسته تر لاسه شي۔

مزید خبریں