مدینه منورہ۔4 جون(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي پاكستان حج 2026 كښې خپله د يو لك 80 زره كسانو 100 فيصده كوټه استعمال كړې ده ، د مذهبي چارو وزارت د غوره كاركردګۍ ٬د پرائيوېټ سېكټر د كوټلې نګرانۍ له امله پاكستان ته د سعودي حكومت لخوا د لبېتم په شمول 4 ايوارډز ترلاسه شول٬ حكومت سره سره زمونږ …
د پاكستان حج كوټه 100 فيصد استعمال كړې شوه ٬ د وزارت د غوره كاركردګۍ ٬د پرائيوېټ سېكټر د كوټلې نګرانۍ له امله د لبېتم په شمول 4 نړيوال ايوارډز ترلاسه شول: د مذهبي چارو وفاقي وزير په مدينه منوره كښې خبري كنفرنس

مزید خبریں
مدینه منورہ۔4 جون(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي پاكستان حج 2026 كښې خپله د يو لك 80 زره كسانو 100 فيصده كوټه استعمال كړې ده ، د مذهبي چارو وزارت د غوره كاركردګۍ ٬د پرائيوېټ سېكټر د كوټلې نګرانۍ له امله پاكستان ته د سعودي حكومت لخوا د لبېتم په شمول 4 ايوارډز ترلاسه شول٬ حكومت سره سره زمونږ پرائيوېټ سېكټر هم پاكستانو عازمينو ته مثالي آسانۍ وركړې دي ۔ وفاقي وزير په مدينه منوره كښې د حج مشن اېم سي او دورې په موقع مېډيا سره خبرې كولې۔ د مدينې ډائرېكټر زاهد سهېل وفاقي وزير ته په مدینه پری حج او پوسټ حج انتظامات بشپړ بريفنګ وركړو۔ وروستو مېډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل سږ كال 14 اپرېل څخه د پېل شوي پري حج آپرېشن اولني پړاؤ كښې 46 زره 945 حجاج مدينې منور ته راورسېدل چرته چې دوي د رياض الجنة زيارت وكړو۔ دوي مسجد نبوي ته نزدې هوټلو كښې پاتې كړے شول۔ ده ووئيل د ډائرېکټر مدینه په مشرۍ كښې ډلې زياته خواري وكړه زه ورته شاباشے وركوم او دوئي ته به تعريفي سندونه هم وركولې شي۔ د پوسټ حج نوې پړاؤ په اړه وفاقي وزير ووئيل اوس مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته د راتلونكو 72 زره 271 حجاج كرامو دويم لوي مشن پېل شوے دے۔ 5 زره څخه زيات حجاج مدينې منورې ته رارسېدلې دي چرته چې د دوي پاكې روضې ته د حاضرۍ او رياض الجنة كښې د عبادات انتظامات پېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل د حجاج كرامو پاكستان ته د بېرته راتللو شېډول هم فائنل كړے شوے او ټوله ډله دا مهال فيلډ كښې موجود ده دغسې چې د بېرته راتللو سفر په ښه ډول او لږ وخت كښې بشپړ شي









