اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي وئيلي دي د بار او بنچ ترمينځه قوي،مسلسل او رغنده رابطې مؤثره او په وخت انصاف وركولو له ضروري دي او عدالتی نظام كښې د روانو اصلاحاتة مقصد اولس له آرزان ، تند رفتاره او سپېځلے انصاف وركول دي۔ د جاري شوې اعلامیې ترمخه سپریم کورټ كښې د عدالتی اصلاحات او د انصاف نظامِ ښه …
د بار او بنچ ترمينځه قوي،مسلسل او تعمیری رابطې مؤثره او په وخت انصاف وركولو له ضروري دي۔چیف جسټس جسټس یحییٰ آفریدي

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي وئيلي دي د بار او بنچ ترمينځه قوي،مسلسل او رغنده رابطې مؤثره او په وخت انصاف وركولو له ضروري دي او عدالتی نظام كښې د روانو اصلاحاتة مقصد اولس له آرزان ، تند رفتاره او سپېځلے انصاف وركول دي۔ د جاري شوې اعلامیې ترمخه سپریم کورټ كښې د عدالتی اصلاحات او د انصاف نظامِ ښه والي په اړه د شورو په ورځ مهمه غونډه وشوه د كومي مشري چې چیف جسټس آف پاکستان وكړه۔سپریم کورټ كښې په شوې غونډه كښې اټارنی جنرل آف پاکستان منصور عثمان اعوان هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د لاهور هائي کورټ بار ایسوسي ایشن، د بهاولنګر ډسټرکټ بار ایسوسي ایشن ، د کبیر والا تحصیل بار ایسوسي ایشن ، د میاں چنوں، یزمان، شیخوپوره او د اسلام آباد بار ایسوسي ایشن استازو ګډون وكړو۔چیف جسټس په خپله وينا كښې ووئيل وكيلان د انصاف نظامِ مرکزی ستن وي او عدالتي کارکردګۍ كښې ښه والي له بار په زړه پوري کردار لري۔ده ووئيل د كېدونكو اصلاحاتو بنیادی مقصد د مقدمو په وخت پريكړي ، د عدالتی تګلاري ښه والے او وګړو له سمدستي ریلیف وركول دي۔په غونډه كښې په عدالتی اصلاحات، کیس مینجمنټ سسټم، ای فائلنګ، په ویډیو لنك سماعتونو، د اولس سهولت مرکزونو او اے ډي آر په نظام په تفصیل سره د خيالاتو څړګندونه وشوه۔غونډي ته د بریفنګ په مهال ووئيل شول نېشنل جوډیشل کمېټی (پالیسي میکنګ) او لاء اینډ جسټس کمېشن آ ف پاکستان ترمخه په مختلف اصلاحاتي اقدامات عملدرآمد روان دي۔چیف جسټس ووئيل د فیډرل جوډیشل اکیډمی د لارې د وكيلانو او په خاص توګه د ځوانانو وكيلانو لپاره تربیتی پروګرامونه روان دي دغسې چې د هغوي پیشه وره صلاحیتونه زيات شي۔په غونډه كښې د ميرمنو فسیلی ټیشن سینټرز، ای لائبریریز، عدالتی ودانيو سولرائزیشن، د څښلو پاكو اوبو وركولو او ډیجیټل انفراسټرکچر ښه والي په څير اقدامات هم رڼا واچولې شوه۔غونډه د دې عزم سره پائ ته ورسيده چې د عدلیې او وکيلانو ترمينځه مرستې زياتولو سره به يو جدید، مؤثر او عوام دوسته د انصاف نظامِ ته وده وركولې شي۔







