وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډنمارك وزيراعظم ميټے فريډركسن ته په پرله پسې دريم ځل وزيراعظم \ټاكلے كېدو مباركي وركړه

  اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډنمارك وزيراعظم ميټے فريډركسن ته په پرله پسې دريم ځل په وزيراعظم ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه ويب پاڼه ايكس خپل پیغام كښې وزيراعظم ووئيل  د پاكستان او ډنمارك ترمينځه پخوانۍ ملګرتيا او مرسته لا قوي كولو لپاره نوي ټاكلي وزيراعظم سره په ګډه كار كولو ته خوښي لرو۔ده ووئيل …

 

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډنمارك وزيراعظم ميټے فريډركسن ته په پرله پسې دريم ځل په وزيراعظم ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه ويب پاڼه ايكس خپل پیغام كښې وزيراعظم ووئيل  د پاكستان او ډنمارك ترمينځه پخوانۍ ملګرتيا او مرسته لا قوي كولو لپاره نوي ټاكلي وزيراعظم سره په ګډه كار كولو ته خوښي لرو۔ده ووئيل  دواړه هېوادونه امن٬تل پاتې پرمختګ او نړيوالې مرستې لپاره شريك عزم لري۔وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو اولس شريكې خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د ميټے فريډركسن په مشرۍ كښې د پاكستان او ډنمارك اړيكې به لا وده ومومي ۔