لاهور 03 جون (اے پي پي)پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان کرکټ ډلې تر ټولو نوموړي او جوش و ولوله لرونكې سپورټر چاچا کرکټ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه په درناوي كښې کیک پرې كړو او دغسې ون ډے کپتان شاهین شاہ آفریدي هغه ته يو یادګاري شرټ وركړو۔د چاچا کرکټ په نامه نوموړے 77 كلنه عبدالجلیل د ریټائرمنټ اعلان كړے دے ۔ هغه به …
د پي سي بي لخوا چاچا كركټ ته پېرزوئنې ٬ شاهين شاه افريدي ورله يادګاري شرټ وركړو

مزید خبریں
لاهور 03 جون (اے پي پي)پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان کرکټ ډلې تر ټولو نوموړي او جوش و ولوله لرونكې سپورټر چاچا کرکټ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه په درناوي كښې کیک پرې كړو او دغسې ون ډے کپتان شاهین شاہ آفریدي هغه ته يو یادګاري شرټ وركړو۔د چاچا کرکټ په نامه نوموړے 77 كلنه عبدالجلیل د ریټائرمنټ اعلان كړے دے ۔ هغه به سبا لاهور كښې د پاکستان او آسټریلیا ترمينځه درېم ون ډے میچ پخپل هېواد كښې په وروستي ځل لوبغالي كښې ګوري ۔ د پاکستان کرکټ لپاره د خپلې غیرمعمولي مينې او جوش و ولولې له امله پېژندونكے چاچا کرکټ د څو لسيزو څخه د قامي ډلې ډاډګېرنه كوي او د کرکټ په كتونكو كښې يو ځانګړے مقام لري۔







