د بحریه پوهنتون بخواني طالب علم شهزاد حمید احمد په نیویارک فیسټیولز 2026 كښې دوه د سرو زرو ایوارډز وګټل

  اسلام آباد۔3جون  (اے پي پي ) د بحریه پوهنتون پخواني طالب علم او د دستاویزي فلم جوړونكې نوموړي شهزاد حمید احمد په نړيواله كچه د پاکستان نامه په روښانه كولو نیویارک فیسټیولز 2026  كښې د خپلو دوو دستاویزي فلمونو ’’اَډکټډ: دي سنتھیټک کرس‘‘ او د  ’’ویپورز آف ډیتھ‘‘ په اړه  دوه ګولڈ ایوارډز تر لاسه كړل ۔ دا درناوے هغه ته د نشه اي توكو زياتېدونكې استعمال، ځوان نسل …

 

اسلام آباد۔3جون  (اے پي پي ) د بحریه پوهنتون پخواني طالب علم او د دستاویزي فلم جوړونكې نوموړي شهزاد حمید احمد په نړيواله كچه د پاکستان نامه په روښانه كولو نیویارک فیسټیولز 2026  كښې د خپلو دوو دستاویزي فلمونو ’’اَډکټډ: دي سنتھیټک کرس‘‘ او د  ’’ویپورز آف ډیتھ‘‘ په اړه  دوه ګولڈ ایوارډز تر لاسه كړل ۔ دا درناوے هغه ته د نشه اي توكو زياتېدونكې استعمال، ځوان نسل  ته په پیښو خطرو او د  غیر قانوني سمګلنګ نیټ ورکس د تباھۍ لرونكو اثراتو په رامخې ته كولو  د هغه د تحقیقي دستاویزي فلمونو په اعتراف وركړے شو ۔رپورټس تر مخه د دې كاميابيو نه پس  د شهزاد حمید احمد په نیویارک فیسټیولز كښې د نړيوالو  اعزازات ګټلو شمېره  12 ته ورسېده كوم چې د هغه په نړيوال کیریئر كښې يو مهم سنګ میل دے ۔ د تېرو دوو لسيزو په پیشه ورہ سفر كښې هغه د 100 نه زايات دستاویزي فلمونه جوړ كړې دي چې پكښې د ایمیزون په ځنګلو كښې غیر قانوني کان کندنې، د آسټریلیا په ګریټ بیریئر ریف كښې  د ماحولیاتي بدلونونو اثرات او د شخړو څخه  متاثرہ سيمو د رپورټنګ غوندې مهم  موضوعات شامل دي