اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيتر اعظم نذير تارړ د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي سره ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬ په مهمو قانوني او آئيني معاملات او اولس ته د ښو قانوني آسانيو په وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د انصاف وركولو نظام لا موثره كولو او اولس دوسته جوړولو په بيلو اړخونو غور …
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيتر اعظم نذير تارړ د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي سره ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬ په مهمو قانوني او آئيني معاملات او اولس ته د ښو قانوني آسانيو په وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د انصاف وركولو نظام لا موثره كولو او اولس دوسته جوړولو په بيلو اړخونو غور وو ۔دواړو لارښودو د وفاق او صوبو ترمينځه د اداره جاتي مرستې د ودې په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل د موثره رابطه كارۍ څخه د اولس مسائل حل كېدو او د ښې واكمنۍ ودې له مرسته ترلاسه كېدې شي۔په دې موقع د قامي اهميت په چارو نزدې رابطه برقرار ساتلو او د شريكې مرستې لا قوي كولو په اړه اتفاق راغلو ۔په ملاقت كښې به مختلف قانوني چارو او د هېواد مجموعي آئيني او انتظامي صورتحال په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔







