د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د پيپلز وائس لپاره د ورلډ بنك ګروپ نائب صدر ممتا مورتي ملاقات

  اسلام آباد 03 جون  (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د پيپلز وائس لپاره د ورلډ بانك ګروپ نائب صدر ممتا مورتي د يو اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كړے۔پلاوي كښې د ورلډ بانك سينئر چارواكي٬د پاكستان كنټري ډائرېكټر٬سيمه ايز استازي او د روغتيا څانګې پوهان شامل وو۔په ملاقات كښې د پاكستان روغتيا نظام ته د پیښو چیلنجونو٬د دې موثر حل٬ د بنيادي صحت آسانيو ٬د …

 

اسلام آباد 03 جون  (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د پيپلز وائس لپاره د ورلډ بانك ګروپ نائب صدر ممتا مورتي د يو اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كړے۔پلاوي كښې د ورلډ بانك سينئر چارواكي٬د پاكستان كنټري ډائرېكټر٬سيمه ايز استازي او د روغتيا څانګې پوهان شامل وو۔په ملاقات كښې د پاكستان روغتيا نظام ته د پیښو چیلنجونو٬د دې موثر حل٬ د بنيادي صحت آسانيو ٬د مور او ماشوم د روغتيا په وده ٬ د خوراك كمې او ماشومانو كښې په (اسټنټنګ)قابو موندولو لپاره په روانو اقداماتو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د ورلډ بانك په مرسته د روغتيا په څانګه كښې د روانو بيلو پروګرامونو هم جاج واغستلے شو ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال پلاوي ته د روغتيا په څانګه كښې د رامخې ته شوة چېلنجونو٬ د حكومت په روان اقداماتو او د سباؤن ترجيحات په اړه ووئېل ۔ ده ووئېل د پاكستان حكومت د روغتيا موجوده هيلت كيئر سسټم په حقيقي معنو كښې په يو موثر او اولس دوسته نظام د بدلولو لپاره عزم لري۔ده ووئيل  پرائمري هېلتھ كيئر نظام د ټيلي ميډيسن د لارې قوي كوو دغسې چې لرې پرتو سيمو كښې هم معياري طبي آسانۍ وركول باور كړې شي۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل  د 13 بيلة رنځونو ويكسين په ځايې كچه جوړولو لپاره انډونيزيا سره په لوظ نامو پېشرفت روان دے۔ده ووئيل  د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو جامع قومي ويكسين پالېسي جوړه شوې كومه چې په هېواد كښې د ويكسين جوړولو او شتوالي زياتولو كښې به هم كردار ادا كړي۔د ورلډ بانك پلاوي د روغتيا وفاقي وزير وژن او د روغتيا په څانګه كښې روان اصلاحاتي اقدامات ستائېلو سره د پاكستان روغتيا نظام لا قوي كولو لپاره مرسته روان ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔په دې موقع ممتا مورتي د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال ته په دسمبر 2026 كښې يونيورسل هېلت كوريج فورم كښې د ګډون بلنه هم وركړه۔هغې ووئيل  ورلډ بانك د پاكستان روغتيا نظام قوي كولو٬د صحت بنيادي آسانيو زياتولو او د روغتيا اولسي څانګه كښې به مرسته دوامداره ساتي