اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان او چین ترمينځه په سدا بهار سټریټجکي مرسته اډانه شراکت داري لا مستحکمولو له د غیرمتزلزل عزم پخلي سره د چين دورې په مهال په ترسره شوو پريكړو او مفاهمتی یادداښتونو عملدرآمد لپاره سمدستي اود كوټلو ګامونو په حاجت زور راوړے دے۔د شورو په ورځ د پی ایم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له …
وزیراعظم سره د چین سفیر ملاقات ، د چين دورې په مهال په ترسره شوو مهمو پريكړو او په مفاهمتي ياداښتونو عملدرآمد لپاره به سمدستي ګامونه پورته كولې شي۔محمد شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان او چین ترمينځه په سدا بهار سټریټجکي مرسته اډانه شراکت داري لا مستحکمولو له د غیرمتزلزل عزم پخلي سره د چين دورې په مهال په ترسره شوو پريكړو او مفاهمتی یادداښتونو عملدرآمد لپاره سمدستي اود كوټلو ګامونو په حاجت زور راوړے دے۔د شورو په ورځ د پی ایم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د عوامي جمهوريه چين سفیر جیانګ زائی ډونګ په وزیراعظم هاؤس كښې د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره ملاقات وكړو،په دې موقع د وزیراعظم صلاحكار ډاكټر سید توقیر شاہ، خاص مرستيال سید طارق فاطمی او خارجه سیکرټري سفیره آمنه بلوچ هم موجود وه۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د عوامي جمهوریه چین صدر شی جن پنګ او وزیراعظم لی چیانګ لپاره د نيكو هيلو او د خير سګالۍ جذبات څرګندونه وكړه او د خپلي اوسنۍ دورې په مهال د چين قیادت سره د شوو ګټه ورو ، مقصد لرونكو او د نتيجي وړ ملاقاتونو ذكر يې وكړو۔وزیراعظم د پاکستان او چین ترمينځه په سدا بهار سټریټجکي مرسته اډانه شراکت داري لا مستحکمولو له د غیرمتزلزل عزم پخلي سره د چين دورې په مهال په ترسره شوو پريكړو او مفاهمتی یادداښتونو عملدرآمد لپاره سمدستي او د كوټلو ګامونو په حاجت زور راوړو۔ ده په خاص توګه د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پیك) دويم پړاؤ (سي پیك 2.0) ترمخه د كركيلي ، انفارمېشن ټیکنالوجی، صنعتی پرمختګ ، د خاص اقتصادي زونز او معدنیات و کان کنی په څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔وزیراعظم په دې خبره هم زور راوړو چې زما د چين دورې په مهال هانګژو كښې د شوي بزنس ټو بزنس سرمایه کارۍ کانفرنس په مهال د پاکستان او چین کمپنیو ترمينځه په ترسره شوو بيلو يادښتونو په وخت او مؤثر عملدرآمد دې باوري كړے شي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادی مرستي ميوې زر تر زره ترلاسه كړې شي۔ده د چين دورې په هر لحاظ سره په کامیابولو د چين سفیر د قدر وړ خدمات او هڅو ستائيلو سره ووئيل اوس د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو او چارواكو دا ذمه واري ده چې د دواړو هېوادونو قیادت ترسره كړو پريكړو له عملي شكل وركولو له شريكي مرستي ته لا وده وركړي۔د ملاقات په مهال د قراقرم هائی وے ری الائنمنټ په منصوبه پیشرفت تندولو، سکیورټي ، د ترهه ګرۍ مخنيوي او د دفاعی مرستي په وده او د پاکستان لپاره اقتصادة او مالي معاونت په چارو هم خبرې وشوي۔دې نه ځانله په منطقه كښې په بدله شوې وضعه او په مهم نړيوال پیشرفت هم د خيالاتو څركندونه وشوه۔د چين سفیر جیانګ زائی ډنګ د وزیراعظم مننه وكړه او هغه له ئې د لوئ آختر مباركي وركړه۔ده وزیراعظم له په اوسنۍ كاميابې دوره مباركي وركولو سره دا باور څرګند كړو چې چین پاکستان سره خپله فولادي او لازواله ورورولي لا قوي كولو او ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو له لوظي دے








