اسلام آباد 03 جون(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې اسمبلي سېكرټرېټ په رائټ سائزنګ، مالي نظم و ضبط او اداره جاتي جدت مشتمل يو كوټلې اصلاحاتي پروګرام كاميابۍ سره نافذ كړے دے۔د دې پروګرام مقصد كاركردګي ښه كول ، شفافيت زياتول او د اولسي وسائلو په مؤثره ډول كاورل باوري كول دي۔ د كفايت شعارۍ دې اقدامات په نتيجه كښې سيكرټرېټ روان …
د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې اسمبلۍ سېكرټرېټ په رائټ سائزنګ، مالي نظم و ضبط او اداره جاتي جدت مشتمل يو كوټلې اصلاحاتي پروګرام كاميابۍ سره نافذ كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې اسمبلي سېكرټرېټ په رائټ سائزنګ، مالي نظم و ضبط او اداره جاتي جدت مشتمل يو كوټلې اصلاحاتي پروګرام كاميابۍ سره نافذ كړے دے۔د دې پروګرام مقصد كاركردګي ښه كول ، شفافيت زياتول او د اولسي وسائلو په مؤثره ډول كاورل باوري كول دي۔ د كفايت شعارۍ دې اقدامات په نتيجه كښې سيكرټرېټ روان مالي كال كښې تقريباً د 4.5 اربه روپو بچت ترلاسه كولو پلو مخ په وړاندې روان دے، كوم چې د مجموعي بجټ 27.3 فيصد جوړيږي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ له مخې مالي كال 26۔2025 لپاره د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ مجموعي بجټ 16.3 اربه روپۍ وو۔ په دې كښې 9.4 اربه روپۍ ملازمينو سره د اړوندو خرڅونو شاملې دي۔ دغسې 6.9 اربه روپۍ غېر ملازمتي خرڅونه دي، د كفايت شعارۍ او كاركردګۍ ښه كولو اقداماتو د لارې د سيكرټريټ ملازمتي خرڅونو كښې تقريباً 2.0 اربه روپۍ او غير ملازمتي خرڅونو كښې 2.5 اربه روپۍ بچت شوے۔ د رائټ سائزنګ اقدامات ترمخه د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ منظور شوې چوكو شميره 1,725 څخه كمولو سره 1,344 ته راوستلې كيږي۔دغسې په مجموعي توګه به 381 چوكی كمې كړې شي چې پكښې 301 چوكۍ وړاندې څخه ختمي شوي او پاتي 80 چوكۍ به د مالي كال 27۔2026 په مهال ختمي كړې شي۔دا اصلاحات د سپيكر سردار اياز صادق د عزم عكاسي كوي۔








