اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ايتاليا سره د پاكستان د ملګرتيا پخوانو اړيكو لا مستحكمولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په ګډ احترام ٬ ګټو او سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې په همكارۍ اډانه دي۔ دا خبره ده د ايتاليا 80 مې جمهوريت ورځې په موقع د اسقباليې دستورې په مهال په پاكستان كښې د …
د سېنېټ چيئرمېن سره د اټالين سفيرې غېر رسمي ملاقات ٬ د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ايتاليا سره د پاكستان د ملګرتيا پخوانو اړيكو لا مستحكمولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په ګډ احترام ٬ ګټو او سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې په همكارۍ اډانه دي۔ دا خبره ده د ايتاليا 80 مې جمهوريت ورځې په موقع د اسقباليې دستورې په مهال په پاكستان كښې د اېتاليا سفيرې مس ماريلينا سره غېر رسمي ملاقات كښې وكړه۔ سید یوسف رضا ګیلانی د سېنېټ او پاكستاني اولس لخوا د ايتاليا حكومت او اولس له د قومي ورځې مباركي وركولو سره ايتاليا د پاكستان د باور وړ ملګرے هېواد وګرځولو۔ سید یوسف رضا ګیلانی د پارلیمانی سفارتکارۍ، تجارت او سرمایه کاری ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل د پاکستان د جی اېس پی پلس سټېټس حوالې سره د ايتاليا د ملاتړ ستائنه وكړه۔ ده د روغتيا ٬ تعليم او صفايۍ په څانګو كښې د ايتاليا پرمختيائي مرسته هم د قدر وړ وګرځوله۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان او ايتاليا ترمينځه اړيكو ته وده وركولو له د سفيرې ماريلينا آرميلن خذمات ستائلو سره هيله څرګنده كړه چې دوه اړخيزه ملګرتيا او او همكاري به راروانو كلونو كښې لا پراختيا ومومي۔ په دستوره كښې د سېنېټ چيرمېن يادګاري كېك هم پرېكړو او د ايتاليا اولس لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه








