اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ګرانه معاشي وضعه كښې د حكومت په ملاتړ او مرسته كولو د كاروباري ورورلۍ مننه كولو سره وئيلي دي چې معاشي پرمختګ د حكومت او نجي څانګې پياوړې همكارۍ سره تړلے دے، غېر رسمی معیشت په ټېكس نېټ كښې راوستلو له اقدامات كولې شي ، د کاروبار دوست پالیسیو له امله د هېواد معياشت مستحكم او د بهرنيو سرمايه كارانو اعتماد بحال …
په ګرانه معاشي وضعه كښې د حكومت په ملاتړ كولو د كاروباري ورورولۍ مننه ، معاشي پرمختګ د حكومت او نجي څانګې پياوړې همكارۍ سره تړلے دے: وزیراعظم

مزید خبریں
اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ګرانه معاشي وضعه كښې د حكومت په ملاتړ او مرسته كولو د كاروباري ورورلۍ مننه كولو سره وئيلي دي چې معاشي پرمختګ د حكومت او نجي څانګې پياوړې همكارۍ سره تړلے دے، غېر رسمی معیشت په ټېكس نېټ كښې راوستلو له اقدامات كولې شي ، د کاروبار دوست پالیسیو له امله د هېواد معياشت مستحكم او د بهرنيو سرمايه كارانو اعتماد بحال شو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د هېواد د نوموړو صنعتكارانو او كاروباري شخصياتو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كومو چې وزيراعظم سره دلته د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ د پي اېم آفس مېډيا و نګ لهمخې دا ملاقات د هېواد د مجموعي پرمختګ رفتار ګړندي كولو او د مالي كال 27-2026 بجټ حوالې سره كاروباري ورورولۍ سره د مشاورت په تناظر كښې وو۔ په پلاوي كښې میاں اېم منشا ، عارف حبیب، عاطف باجوہ، اېم علی تبه، مصدق ذوالقرنین، زیاد بش، شهزاد سلیم، زیلاف منیر، عمر سعید، عمر منشا، یوسف سعید، کامران ارشد، خرم مختار ، آصف پیر ، سلطان ګوهر اعجاز، فواد انور، ذوالفقار حیات، جاوید اقبال، یوسف حسین، عامر ابراهیم ،خواجه مسعود اختر او اعجاز نبی شامل و۔ وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل تاسو د پاكستان سفيران او په نړۍ كښې زمونږ پېژندګلو يۍ۔ ده په سختو معاشي حالاتو كښې د حكومت په مرسته او ملاتړ كولو د كاروباري ورورلۍ مننه كولو سره ووئيل د حكومت و نجي څانګې مضبوطه همكاري د معاشي پرمختګ ضمانت ده۔ ده ووئيل په برآمدات د اډانه پرمختګ په لاره روان يو ، او دا زمونږ د معاشي پالېسۍ محور دے ، غېر رسمی معیشت ټېكس نېټ كښې راوستلو له اقدامات كولې شي ، په بجټ كښې اولس ته د ريليف وركولو اقدامات شاملولې شي ،کاروبار دوست پالیسیو سره د هېواد معيشت مستحكم شوے او د بهرنيو سرمايه كارانو اعتماد بحال شوے دے۔ ده ووئيل حكومت داسې صنعتونو ته د ودې وركولو هڅې كوي چې ورسره ملكي پېداوار او برآمدات زيات شي٬ دغسې د ملازمتونو زياتې موقعې رامخې ته شي۔ ځوانانو لپاره مو تكنيكي او د فني تربيې پروګرامونه پېل كړي دي۔ پلاوي ته د كاروبار ٬ صنعت او تجارت ته د ودې وركولو حوالې سره د حكومتي اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ پلاوي په منطقه كښې د امن بحالۍ له د پاكستان په سفارتي هڅو وزيراعظم او دهغه ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ كاروباري لارښودو د وزيراعظم په مشرۍ كښې دبحالۍ په سفر او په غوره مالياتي انتظام د باور څرګندونه وكړه۔ دوئي وزيراعظم ته د قومي معيشت مضبوطيا او بجټ حوالې سره خپل تجاويز وړاندې كړل۔ كاروباری ورورولۍ معاشي بحالۍ او پرمختګ لپاره حكومت سره د هر ډول مرستې جاري ساتلو عزم څرګندونه وكړه۔ په غونډه كښې د قومی غذائی تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویر حسین ، د انصاف وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ ، د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر مصدق ملک، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او د سټېټ بنك ګورنر په شمولو نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔








