اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلوچستان كښې د ترهه ګړۍ مخنيوي په کامیاب کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د امن، استحکام او پرمختګ په ضد هر سازش به شنډولې شي۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د بلوچستان په بيلو ولسوالو كښې په كامياب استخبارات اډانه عملياتو …
وزیراعظم په بلوچستان كښې د ترهه ګړۍ مخنيوي په کامیاب کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي،د امن، استحکام او پرمختګ په ضد هر سازش به شنډولې شي۔ شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلوچستان كښې د ترهه ګړۍ مخنيوي په کامیاب کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د امن، استحکام او پرمختګ په ضد هر سازش به شنډولې شي۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د بلوچستان په بيلو ولسوالو كښې په كامياب استخبارات اډانه عملياتو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحیتونه او ب هادري وستائيله۔ ده د هند په سرپرستۍ كښې فتنه الهندوستان 17 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو له شاباش وركولو سره ووئيل قام خپلو ميړنو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو قربانیو او خدمات ته د قدر په سترګه ګوري۔ وزیراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كاميابۍ د قوم د عزم او اتحاد عکاسي كوي۔ده ووئيل د هند په سرپرستۍ كښې فتنه الهندوستان ترهه ګرو ناوړه عزائم به ناكامه كولې شي۔ وزیراعظم په ډاګه كړه چې د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به كاروائي رواني وي،د ترهه ګرۍ ناسور تر بشپړه ختمولو حكومت د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو سره ولاړ دے، د پاکستان د امن، استحکام او پرمختګ په ضد هر سازش به شنډولې شي








