روم 02 جون (اے پي پي) د پاکستان او اټلي ترمينځه په سفارتی پاسپورټس د وېزې شرط ختمولو لوظنامه وشوه۔ په اټلي كښې د پاكستان سفیر علی جاوید او د اټلي خارجه وزارت سېکرټري جنرل سفیر ریکارډو ګواریګلیا اوسنيو كښې په سفارتی پاسپورټس د وېزې شرط ختمولو لوظنامه لاس ليك كړه۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت بيان له مخې د لاس ليك دا دستوره د اټلي خارجه وزارت …
د پاکستان او اټلي ترمينځه په سفارتی پاسپورټس د وېزې شرط ختمولو لوظنامه

مزید خبریں
روم 02 جون (اے پي پي) د پاکستان او اټلي ترمينځه په سفارتی پاسپورټس د وېزې شرط ختمولو لوظنامه وشوه۔ په اټلي كښې د پاكستان سفیر علی جاوید او د اټلي خارجه وزارت سېکرټري جنرل سفیر ریکارډو ګواریګلیا اوسنيو كښې په سفارتی پاسپورټس د وېزې شرط ختمولو لوظنامه لاس ليك كړه۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت بيان له مخې د لاس ليك دا دستوره د اټلي خارجه وزارت كښې وشوه۔ دستوري څخه وړاندې دواړو خپلو كښې يو په يو ملاقات وكړو۔ ډلو د دوه اړخيزه سټریټجکي مرستي په زياتولو ، رفتار او مثبت پیش رفت د اطمینان څرګندونه وكړه او روایتی ملګرتيا او تعمیری اړيكو ، دغسې د ملګرو ملتونو او اروپائي ائتلاف پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز د مرستي د بيلو اړخونو جاج ئې واخست۔ دې لوظنامي سره به د سفارتی پلاويو تګ راتګ كښې آساني پيدا شي او دوه اړخيزه رابطي به زياتي شي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دا مهال په ګڼو لوظنامو هم غور روان دے دغسې د جامعات او تھنك ټینکس ترمينځه 21 مفاهمتی یادداښتونه (ایم او یوز) شته او د دواړو حکومتونو ترمينځه د سيلګرۍ ، كلتور ، سائنس و ټیکنالوجی، لوبو ، اعلیٰ دفاعی تعلیم او نشه ئې توكو قاچاق مخنيوي په ضد د مرستي پشمول بيلو څانګو كښې 15 لوظنامي ترسره شوي۔ د دفاعی مرستي لوظنامه 2009ء كښې د خارجه وزيرانو ترمينځه ’’سټریټجکي انګیجمنټ پلان‘‘ 2013ء كښې دغسې شريك اقتصادی کمیشن 2005ء كښې جوړ شوے۔د سرمایه كارۍ تحفظ لوظنامه په 1997ء كښې ، دوه ځائيز شهريت معاهدہ 1983ء كښې او د تورنو حواله كولو معاهدہ 1972ء كښې ترسره شوې وه۔دې څخه وړاندې 7 مئی 2025ء پاکستان او اټلی اسلام آباد كښې ’’لېبر موبیلیټی اینډ مائیګریشن‘‘ په اړه مفاهمتی یادداښت لاس ليك شوې ؤ۔ د پاکستان سفیر خارجه سیکرټري جنرل ته د خارجه دفتر سېکرټری د اړخه 7م دور دوه اړخيزه سياسي مشاورتی غونډه كښې ګډون لپاره د پاکستان دورې كولو بلنه وركړه۔








