نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره بيلجيئم كښې د پاكستان سفير ملاقات

  اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډر سره په بيلجيئم كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د اروپائي ائتلاف د اعلٰی استازي٬ نائب صدر د پاكستان اوسنۍ دورې مثبتې نتيجې نظر كښې نيولو سره سفير ته هدايت وكړو چې د دورې په مهال په ترسره شويو مفاهمتونو د عملدرآمد پېروي …

 

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډر سره په بيلجيئم كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د اروپائي ائتلاف د اعلٰی استازي٬ نائب صدر د پاكستان اوسنۍ دورې مثبتې نتيجې نظر كښې نيولو سره سفير ته هدايت وكړو چې د دورې په مهال په ترسره شويو مفاهمتونو د عملدرآمد پېروي روانه وساتي او اروپائي ائتلاف سره همكارۍ ته لا پراختيا وركولو لپاره هڅې تندې كړي چې پكښې تجارت٬سرمايه كاري٬تعليم او د اولسي كچې تړون په څير مهمو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركول شامل دي۔