د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د پاکستان ميډيکل اېنډ ډېنټل کونسل غونډه

  اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د پاکستان ميډيکل اېنډ ډېنټل کونسل (پي اېم ډي سي) مهمه غونډه وشوه چې پكښې په انډونيزيا كښې د پاکستان سفير زاهد چوهدري د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پي اېم ډي سي صدر ډاکټر رضوان تاج او رجسټرار پشمول اړوندو چارواكو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې …

 

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د پاکستان ميډيکل اېنډ ډېنټل کونسل (پي اېم ډي سي) مهمه غونډه وشوه چې پكښې په انډونيزيا كښې د پاکستان سفير زاهد چوهدري د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پي اېم ډي سي صدر ډاکټر رضوان تاج او رجسټرار پشمول اړوندو چارواكو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د انډونيزيا ميډيکل زدكونكو له د پاکستان په طبي تعليمي ادارو كښې د داخلې وركولو چارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔ غونډي ته ووئيل شول چې د انډونيزيا حکومت خواست کړې چې زمونږ انډرګريجويټ او پوسټ ګريجويټ ميډيکل زدكونكو له دې د پاکستان په معياري ميډيکل او ډينټل کالجونو كښې د تعليم موقعې وركړې شي۔وفاقي وزير مصطفیٰ کمال ووئيل د هغوي تعليمي او رهائشي خرڅونه به د انډونيزيا حکومت پورته كوي دغسې هغوي له به طبي تعليمي ادارو كښې د شفافيت او ميرټ په بنياد داخلے وركولې شي۔ده ووئيل د دې اقدام ترمخه تقريباً 200 د انډونيزيا د ميډيکل او ډينټل زدكدونكو له به د نړيوال معيار تعليمي او تربيتي سهوليات وركولې شي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د طبي تعليم په څانګه كښې مرستي ته وده ترلاسه شي۔د روغتيا وزير ووئيل دا خبره د  خوشحالۍ ده چې د انډونيزيا حکومت د خپلو زدكونكو طبي تعليم لپاره د پاکستان په ادارو د باور څرګندوني سره دې ته ترجيح وركړې۔ده ووئيل د دې پيشرفت سره به نه يواځې پاکستان او انډونيزيا دوه اړخيزه اړيكي لا قوي شي بلكه په نړيواله كچه به د پاکستان طبي تعليمي نظام او وقار ته هم وده ترلاسه شي۔مصطفيٰ کمال ووئيل د پاکستان ډاکټران په ټوله نړۍ كښې د خپلو پيشه ورو صلاحيتونو او خدمات د لارې د هېواد نامه روښانه كوي او دا اقدام د پاکستان په طبي څانګه د نړيوال باور څرګندونه ده۔