ثالثی د تصادم او امن ترمينځه تر ټولو مؤثره پل دے،ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استنازي عمومي اسمبلۍ كښې مباحثې ته وېنا

  ملګري ملتونه 02 جون(اے پي پي) پاکستان زور راوړې چې د اوږدې مودې راهسې رارواني شخړې حل لپاره دې ثالثۍ ته وده وركړې شي او دغه شخړي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي دغسې چې انصاف او كوټلې امن باوري شي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې ’’ د شخړو امناكه حل، …

 

ملګري ملتونه 02 جون(اے پي پي) پاکستان زور راوړې چې د اوږدې مودې راهسې رارواني شخړې حل لپاره دې ثالثۍ ته وده وركړې شي او دغه شخړي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي دغسې چې انصاف او كوټلې امن باوري شي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې ’’ د شخړو امناكه حل، د شخړو مخنيوي او حل كښې د ثالثۍ کردار قوي كولو ‘‘ په سرخط مباحثې ته وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل بايد د ثالثۍ عمل  زر تر زره پېل شي۔ده ووئيل بايد ملګري ملتونه وړاندې څخه انتباهی نظام، خاموشه سفارت کاری، احتیاطی سفارتی اقدامات وكړې شي دغسې چې اختلافات د نښتو شکل اختیار نه كړي۔ده ووئيل پاکستان لپاره د شخړو امناكه حل د خارجه پالیسۍ بنيادي ستن او د ملګرو ملتونو د چارټر ترمخه يوه سنجیدہ ذمه واري ده۔ ده ووئيل د منځني ختيز اوسني بحران كښې پاکستان د تحمل، تاؤ تريخوالي كښې د کمی او سفارت کارۍ پلو د راتللو حماېت کړې۔ده ووئيل ایران يو ملګرے ګاونډي هېواد دے،د خلیجی هېوادونو د همكار او امریکا سره د ملګرتيا پخوانۍ اړيكي لرونكي هېواد په حېث پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن و استحکام لپاره د سهولت کارۍ مخلصانه هڅي رواني ساتلې دي