د ځوانانو صلاحيتونو څخه بشپړه استفادې له پرله پسې سرمايه كاري او مؤثر اقدامات ضروري دي: د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن

  اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د ځوانانو صلاحيتونو څخه بشپړه استفادې له پرله پسې سرمايه كاري او مؤثر اقدامات ضروري دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا د جاري شوي بيان له مخې رانا مشهود خان سره د جنرېشن ان لمېټډ سی ای او کیون فری او په پاكستان كښې د يونېسېف استازي پرنیل آئرن سائیډ …

 

اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د ځوانانو صلاحيتونو څخه بشپړه استفادې له پرله پسې سرمايه كاري او مؤثر اقدامات ضروري دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا د جاري شوي بيان له مخې رانا مشهود خان سره د جنرېشن ان لمېټډ سی ای او کیون فری او په پاكستان كښې د يونېسېف استازي پرنیل آئرن سائیډ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاكستان كښې د ځوانانو پرمختګ او خېر ښیګړې له د شريكې همكارۍ په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې ځوانانو لپاره ډیجیټل شمولیت، هنر مندۍ او د روزګار موقعې زياتولو سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات يوه مهمه برخه د ډیجیټل یوتھ هب (ډی وائے اېچ) كاميابي پاتې شوه په كوم كښې چې د رجسټرډ صارفینو شمېره اوس 800,000 څخه زياته شوې ده۔ ده ووئيل د ځوانانو لويه آبادي د پاكستان يوه مهمه قومي اثاثه ده٬ ددې صلاحيتونو څخه استفاده كولو له به سرمايه كاري او مؤثر اقدامات كول وي۔ ده پلاوې نېشنل یوتھ اېمپلائمنټ پالیسۍ او نېشنل اېډولېسنټ اېنډ یوتھ پالېسۍ څخه خبر كړو۔ په دې موقع کیون فری ووئيل دې پلېټ فارم ته تندۍ سره لاسرسي د پاكستاني ځوانانو د صلاحيتونو او فعاله ګډون عكاسي كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ځوانان انټرپرینیورشپ، ډیجیټل او د سباؤن غوښتنو سره هم آهنګ كول د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې دوئي لپاره د روزګار موقعې پېدا كړې شي۔ دواړو په دې اتفاق وكړو چې ډیجیټل یوتھ هب ځوانانو ته تعليم ، ہنر مندی، روزګار، لارښودنه او د پېشه ورې ترقۍ موقعې وركولو له يو مؤثر او بشپړ پلېټ فارم جوړ شوے دے