اسلام آباد۔2جون(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره په اسلام آباد كښې د اېشیائی ترقیاتی بنک (اے ډی بی) لاندې كار كوونكي کېئرک انسټی ټیوټ هېډ آف ریسرچ ډاکټر غلام صمد ملاقات وكړو۔ په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې شوي ملاقات كښې ډاكټر غلام صمد ګورنر ته د سيمه ايزو رابطو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ موقعو او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا په تناظر كښې …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د کېئرک انسټی ټیوټ هېډ آف ریسرچ ملاقات، صوبه كښې د تجارت او سرمايه كارۍ په موقعو بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره په اسلام آباد كښې د اېشیائی ترقیاتی بنک (اے ډی بی) لاندې كار كوونكي کېئرک انسټی ټیوټ هېډ آف ریسرچ ډاکټر غلام صمد ملاقات وكړو۔ په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې شوي ملاقات كښې ډاكټر غلام صمد ګورنر ته د سيمه ايزو رابطو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ موقعو او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا په تناظر كښې تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ګورنر ووئيل سيمه ايزو رابطو ته وده وركول نه يوازې خېبر پښتونخوا بلكې د ګرد هېواد معاشي پرمختګ ګړندې كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ګورنر ووئيل د سرکاری ادارو ، نجی څانګې او پرمختييائي همكارانو ترمنځه د پياوړې تګلارې د لارې د صوبې بشپړ معاشي استعداد كارول كېدے شي۔ په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وشو چې سيمه ايزو رابطو ته وده وركول يوازې تر بنيادي اډانې جوړولو محدود نه بلكې د يو بشپړ معاشي پرمختګ تګلاره ده۔ دوئي ددې خبرې پخلې وكړو چې خپل جغرافيائي اهميت څخه ګټه پورته كولو سره خېبر پښتونخوا پاكستان سيمه ايزو منډيانو سره تړلو ٬ معاشي انضمام ته وده وركولو ٬ د سرمايه كارۍ موقعې پېدا كولو او د بشپړه معاشي پرمختګ په ترلاسه كولو كښې بنيادي كردار ترسره كولے شي۔








