په مقدس ځايونو د حوثيانو بريدونه د زغم وړ نه دي: د او آئي سي جنرل سېكرټري

 ریاض۔22ستمبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې  تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكرټري ډاكټر اسماعيل اولد شېخ احمد وئيلي دي په سعودي عربستان کښې مقدس ځايونه په نښه کول او په هغې بريدونه كول د زغم وړ نه دي۔ د العربیه اردو د راپور له مخې دا خبره نوموړي د حوثيانو لخوا د مکه مکرمې سیمې په لور د ډرون استولو هڅې څخه وروستو العربيه سره مركه كښی وكړه۔ دا ډرون …

 ریاض۔22ستمبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې  تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكرټري ډاكټر اسماعيل اولد شېخ احمد وئيلي دي په سعودي عربستان کښې مقدس ځايونه په نښه کول او په هغې بريدونه كول د زغم وړ نه دي۔ د العربیه اردو د راپور له مخې دا خبره نوموړي د حوثيانو لخوا د مکه مکرمې سیمې په لور د ډرون استولو هڅې څخه وروستو العربيه سره مركه كښی وكړه۔ دا ډرون د سعودي هوايي مدافع ځواکونو ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو وړاندې د مکه مکرمې په سویل کښې له منځه وړې و۔ په همدې تړاو، د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكرټري د حوثي بریدونو مخه نيولو كښې د سعودي عربستان د پوهې او زيركتيا ستائنه كولو سره ووئيل سعودي دفاعي سسټم په تېره ټوله موده کښې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خلاف  د حوثي ملېشيا هڅې ناکامې کړې دي۔ ده د سعودي عربستان خپلواكۍ ٬ سلامتيا او سيمه ايز سالميت خوندي كولو له پورته كېدونكو اقدامات سره د نړيوالې ٬ عرب او اسلامي نړۍ لخوا د يووالي څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں