اسلام آباد۔01جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په پرمختيائي بجټ د زيات فشار له امله دغېر ضروري منصوبو ګنجائش مخ په ختمېدو دے٬ د پي اېس ډي پي حجم 1126 ارب روپۍ اېښودلے شوے دے۔ د كلن پلان کوآرډینېشن کمېټۍ غونډې مشري كولو او وروستو مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل تېرو 8 كلونو څخه وفاقي پرمختيائي …
په پرمختيائي بجټ د زيات فشار له امله دغېر ضروري منصوبو ګنجائش مخ په ختمېدو دے٬ د پي اېس ډي پي حجم 1126 ارب روپۍ اېښودلے شوے دے: احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔01جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په پرمختيائي بجټ د زيات فشار له امله دغېر ضروري منصوبو ګنجائش مخ په ختمېدو دے٬ د پي اېس ډي پي حجم 1126 ارب روپۍ اېښودلے شوے دے۔ د كلن پلان کوآرډینېشن کمېټۍ غونډې مشري كولو او وروستو مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل تېرو 8 كلونو څخه وفاقي پرمختيائي بجټ جمود سره مخ دے او دغه كچه نن هم هغسې ده كومه چې كال 2018 كښې وه۔ ده ووئيل د روانو پرمختيائي منصوبو سر ته رسولو له نزدې 10 زره اربه روپو ته اړتيا ده او بېلو وزارتونو راروان مالي كال له د روانو منصوبو په مد كښې د 4 زره اربه روپو خواست كړے دے٬ بياهم د مالي وسائلو د كمي د لاسه د 3 زره اربه روپو طلب ترسره كېدې نه شي۔ احسن اقبال ووئيل د وفاق او صوبو په پرمختيائي بجټ كښې ښكار فرق رامخے ته شوے دے۔ د تېرو 8 كلونو په مهال د صوبو پرمختيائي بجټ يو زر اربه ډالر څخه زياتېدو سره 3 زره اربه روپو ته ورسېد۔ او وفاقي پرمختيائي بجټ نزدې د يو زر اربه روپو په كچه موجود دے۔ ده اعلان وكړو چې د راروان مالي كال پرمختيائي پروګرام حجم 1126 اربه روپۍ اېښودلې شي۔ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان لپاره به 153 اربه روبۍ بېلولې شي۔ ده ووئيل آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان ته په اېن اېف سي كښې بايد برخه وركړې شي او وفاق به د اېن اېف سي برخې څخه ددې سيمو مالي مرسته روانه ساتي۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص اهميت وركوي او په راروان بجټ كښې بلوچستان لپاره د 100 اربه روپو ماليت منصوبې شاملولو تجويز دے۔ ده ووئيل اېن-25 سترې لارې لپاره د 25 ارب روپو روپو بېلولو منصوبه بندي كولې شي۔ احسن اقبال ووئيل كال 2019 څخه تر 2022 د اخستلې شويو پورونو ادائيګۍ لپاره لوې رقم بېلولے شي چې ورسره پرمختيائي خرڅونه ځپلې كېږي۔ ده ووئيل بياهم حكومت د معاشي استحكام په مېدان كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل د روان مالي كال جولائي څخه تر اپرېل د ګرانۍ اوسط شرح 6.2 فیصد پاتې شوه٬ ترسيلات زر 34 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔ تر اپرېل 2026 د پاکستان د زرمبادله زېرمې د 21.3 ارب ډالر په كچه موجود دي۔وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سود شرح 23 فیصد څخه كمېدو سره 10 فیصد ته راغلې ده۔ وزیراعظم داسې معاشي پرمختګ غواړي كوم چې مضبوط ٬ متوازن او تلپاتې وي او كوم چې په برآمدات، د پېداواری څانګو په پرمختګ او سرمايه كارۍ ته په وده وركولو اډانه لري۔






