وفاقي وزير طارق فضل چوهدري په اسلام آباد ايئرپورټ حجاج كرامو ته هركلې ووې

اسلام آباد۔1جون (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په اسلام آباد ايئر پورټ د حج پرواز د لارې هېواد ته رارسېدونكو حجاج كرامو ته هركلې ووې۔ د ګل په ورځ  وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د سعودي ایئرلائن پرواز اېس وی 5724 د لارې اسلام آباد ته د رارسېدلې 370 حجاج كرامو هركلې وكړو۔ وفاقي وزير هغوي له د حج مباركي وركولو سره …

اسلام آباد۔1جون (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په اسلام آباد ايئر پورټ د حج پرواز د لارې هېواد ته رارسېدونكو حجاج كرامو ته هركلې ووې۔ د ګل په ورځ  وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د سعودي ایئرلائن پرواز اېس وی 5724 د لارې اسلام آباد ته د رارسېدلې 370 حجاج كرامو هركلې وكړو۔ وفاقي وزير هغوي له د حج مباركي وركولو سره ووئيل سږ كال يو لك 80 زره پاكستانيانو د حج سعادت ترلاسه كړو۔ حجاج کرامو په حج انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په لارښوونه د مذهبي چارو وزارت حجاج كرامو ته هر ډول آسانۍ وركړې۔ ده د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف او د هغه ډلې له هم په بهترينو انتظاماتو كولو مباركي وركړه۔