د ایران میډیا د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګېلاني لخوا د ايران سپيكر له د مباركۍ د پېغام ځانګړې كورېج

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي)  د ایران ميډيا لخوا د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د ایراني پارلمان سپیکر لپاره د ډاکټر محمد باقر قالیباف په بيا منتخب كېدو د مباركۍ د پېغام ځانګړې كورېج د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي پارلماني اړيكو عكاسي كوي۔ د ایران خبررسنې ایجنسۍ ارنا د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګېلانې پېغام ليډ كوريج سره چاپ او خپور كړے چې پكښې …

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي)  د ایران ميډيا لخوا د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د ایراني پارلمان سپیکر لپاره د ډاکټر محمد باقر قالیباف په بيا منتخب كېدو د مباركۍ د پېغام ځانګړې كورېج د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي پارلماني اړيكو عكاسي كوي۔ د ایران خبررسنې ایجنسۍ ارنا د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګېلانې پېغام ليډ كوريج سره چاپ او خپور كړے چې پكښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه زياتېدونكې ګرمجوشي او په شريك احترام رڼا اچولې شوې٬ دا كورېج د ھغه اهميت عكاس ده چې ايران دې پېغام ته ډېر اهميت وركوي او پارلماني مرسته، سيمه ايز افهام و تفهیم او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د دواړو هېوادونو مشتركه عزم رامخې ته كوي۔ سید یوسف رضا ګېلاني د دې باور څرګندونه وكړه چې ډاکټر محمد باقر قالیباف په پرله پسې مشرۍ كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني روابط لا وده وكړي، كومې به چې ژورې دوستۍ او شريكو مفادو لپاره د بهترين مرستې سبب وګرځي۔

مزید خبریں