اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په نړيوال امن كښې د امن ډلو كردار ډېر موثره ګرځولو سره ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امن ډلو لپاره د اوږدې مودې او په لويو شراكتدارو هېوادونو كښې شامل دے٬ د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوال ورځ كومه چې (سبا) د جمعې په ورځ لمانځلې كېږي په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن پاکستان …
پاکستان د ملګرو ملتونو د امن ډلو لپاره د اوږدې مودې او په لويو شراكتدارو هېوادونو كښې شامل دے ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو امن ډلو نړيوالې ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په نړيوال امن كښې د امن ډلو كردار ډېر موثره ګرځولو سره ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امن ډلو لپاره د اوږدې مودې او په لويو شراكتدارو هېوادونو كښې شامل دے٬ د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوال ورځ كومه چې (سبا) د جمعې په ورځ لمانځلې كېږي په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن پاکستان د نړۍ قامونو سره په ګډه د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځ په موقع د سولې عسكرو ته په بشپړه ډول پېرزوئنې وړاندې كوي٬ په نړيواله كچه دا ورځ هر كال په جنګ ځپلېل سيمو كښې د ملګرو ملتونو د بېرغ لاندې عسكري٬ پوليس او د سول ډلو خدماتو او قربانيو په اعتراف كښې لمانځلې كېږي٬ په سږني كال دا ورځ د “امن په وده كښې د سرمايه كارۍ” په سرخط لمانځلې كېږي٬ دا موضوع تل پاتې نړيوال امن او د انساني ځانونو د تحفظ وده كښې پرعزم سياسي ملاتړ او د مالي معاونت كليدي اهميت رامخې ته كوي۔ وزيراعظم ووئيل دا ورځ د ملګرو ملتونو د امن د وړومبي مشن جوړولو ياد هم تازه كوي٬ كومې چې په كال 1948 كښې په فلسطين كښې خپلې ذمه وارۍ سنبهال كړې وې٬ د امن ډلو په تاريخ كښې د 20 لكه نه زيات مېنز اېنډ ويمنز د 70 نه په زيات امن مشن كښې خدمات ترسره كړي دي۔ وزيراعظم راياد كړل چې د كال 1960 نه تر اوسه د پاکستان 2 لكه 35 زره اهلكارو سره په 48 امن مشن كښې خدمات وړاندې كړې دي چې پكښې د 500 نه زياتې مېرمنې اهلكارې هم شاملې دي۔ دا خبره ټول قام لپاره د وياړ سبب ده چې په دې امن مشن كښې پاکستان پنځم لوے شراكتدار دے٬ ګرده نړۍ كښې امن لپاره خدمات ترسره كوٶنكي د امن مېړنو دستو د انسانيت تحفظ او نړيوال استحکام لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي كوم چې امن سره د دوي اخلاص سره د تړون څرګندونه ده٬ تر اوسه 4 زره 400 نه زيان امن اهلكار د وظيفې په مهال شهيدان شوي چې پكښې د 181 نه زيات پاكستاني هم شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان پخپلو شهيدانو او مېړنو ځوانانو وياړ لري كوم چې د نړۍ په بېلو منطقه كښې امن، استحکام او د انسانيت تحفظ لپاره خپل وظيفائي صلاحيتونه او غېر معمولي عزم سره خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د من مشنز په توسط سره نړيوال امن لا موثره كولو كښې خپله بشپړه مرسته د جاري ساتلو د عزم پخلې كوي٬ د پاکستان دا مرسته نړيوال امن و استحکام او ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ لپاره زمونږ د غېر متزلزل عزم عكاسي ده۔








