اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د يومِ تکبير په موقع خپل پېغام كښې ووئيل چې د نن نه 28 كاله وړاندې د مئي 28مه ورځ د يو عظيم سفر علامت په توګه رامخې ته شوې٬ دا ھغه ورځ وه كومې چې زمونږ د آزادۍ او خپلواكۍ ناقابلِ تسخير دفاع ضمانت وركړو په دې ورځ په كال 1998 كښې پاكستان د چاغي په غرونو …
د مئي په 28مه نيټه پاكستان ناقابلِ تسخير دفاع ترلاسه كړے٬ قام خپل محسنينو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ د صدر آصف علي زرداري په يوم تکبير پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د يومِ تکبير په موقع خپل پېغام كښې ووئيل چې د نن نه 28 كاله وړاندې د مئي 28مه ورځ د يو عظيم سفر علامت په توګه رامخې ته شوې٬ دا ھغه ورځ وه كومې چې زمونږ د آزادۍ او خپلواكۍ ناقابلِ تسخير دفاع ضمانت وركړو په دې ورځ په كال 1998 كښې پاكستان د چاغي په غرونو كښې كامياب اتومي چاٶدنې كولو سره ستراتېژك خپلواكي او دفاعي توازن ترلاسه كړو۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې پاکستان دا لاره ناڅاپي نه وه خپله كړې، په كال 1971 د هندي وسله والو ځواكونو نيغ په نېغې د مداخلت په نتيجه كښې د پاكستان د تقسيم نه پس، هند په سوئيلي آسياء كښې وړومبې هېواد جوړ شوې چې اتومي پروګرام ئې خپل كړو او په كال 1974 كښې د پاکستان پولي سره نزدې په راجستھان په پوکھران سيمه كښې ئې خپله وړومبۍ اتومي تجربه وكړه، كله چې د شهيد ذوالفقار علي بھټو په قيادت كښې پاکستان خپل اتومي پروګرام پېل كړو نو دا په اصليت كښې د هندي د اتومي بلېك مېلنګ ځواب ٶ، هم دا د پاکستان د اتومي پروګرام بنياد او د دې د وجود جواز دے ۔ صدر مملکت ووئيل د دې نه پس راتلونكې پاكستاني حكومتونو د قامي سلامتيا او خپلواكۍ لپاره جاري د دې ستراتېژك پروګرام بندولو لپاره فشار٬ بنديزونه او بېلو چالونو سره مخ شول خو پاكستان د هرې ستونزې باوجود د خپلې دفاع او خپلواكۍ تحفظ لپاره د ثابت قدمۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل نن مونږ يو ځل بيا خپلو سائنس مدارو، انجينئرانو، مېړنو وسله والو ځواكونو او د قامي ادارو معمارو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ د چا محنت٬ غير معمولي صلاحيتونو او حب الوطنۍ جذبے چې پاکستان د نړۍ اووم اتومي طاقت جوړ كړو۔ ده ووېيل چې په مئي كال 1998 كښې د هند نورو اتومي تجربو د پاکستان سلامتيا او بقا لپاره يو سنګين چېلنج پېدا كړې ٶ٬ په دغه نازكه موقع زمونږ سياسي او عسكري قيادت درست پرېكړه وكړه او د قام د هيلو او د قامي مفاداتو ئې حقيقي ترجماني وكړه، د شديد نړيوال فشار٬ اقتصادي بنديزونو٬ دړكو او د زړه راښكونكې ترغيباتو باوجود پاکستان په 28 مئي كال 1998 كښې اتومي چاٶدنې وكړې۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان دا اقدام نه يوازې زمونږ دفاع ناقابلِ تسخير كړه بلكې په منطقه كښې ئې د طاقت توازن هم جوړ كړو او پاكستان ئي د نړۍ په اتومي قوتونو كښې شامل كړو۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل دا تاريخ ساز كاميابي يوازې د قام د غېر متزلزل عزم څرګندونه نه بلې زمونږ د آزادۍ، سيمه ايز سالميت او د خپلواكۍ دفاع لپاره د ملي وحدت او يووالي علامت هم دے۔ صدر مملکت ووئيل يومِ تکبير زمونږ د موثره دفاعي لاېحې تجيد كوي كومه چې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري ده، موجودہ او د سباٶن جنګونه به په ممكنه توګه په ملټي ډومين آپريشنز مشتمل وي چرته چې به د اتومي دفاع سره سره سائبر وارفيئر، مصنوعي ذهانت، ډرونز او جديد ټيکنالوجيز پرېكنده كردار لوبوي، الحمدللہ د پاکستان وسله والو ځواكونو په دې مېدانونو كښې خپل مهارت او وظيفائي صلاحيتونه لا مضبوط كړے دي او تېر كال په معرکه حق كښې ئې د خپل قابليت او مهارت شاندار څرګندونه كړې۔ صدر آصف علي زرداري ووېيل چې يومِ تکبير د دې لوظ د تجديد ورځ هم ده چې مونږ د مورني هېواد دفاع لپاره هرې قربانۍ له چمتو يو، مونږ د راتلونكو چېلنجونو نه ښه خبر يو او د دې د مقابلې صلاحيت لرو٬ خپلواكۍ٬ جديت او وظيفائي پوهې پلو زمونږ سفر به جاري وي، د پاكستان بېرغ تل هسك ساتلو لپاره ټول يو يو موټې دے او زمونږ مېړني وسله وال ځواكونه هر وخت د بشپړه تيارۍ په حالت كښې دي، بايد دښمن خبردار وي چې مونږ د هر ډول جارحيت به په سمدستي٬ بشپړ او تباه كن ځواب وركولې شي۔ صدر مملکت دعا وكړه چې پاك پروردګار دې د پاكستان حفاظت وكړي۔










