اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) يومِ تکبير د پاکستان د ناقابلِ تسخير دفاع او د ملي عزت و وقار ځالانده علامت دے، 28 مئي 1998 د پاکستان په تاريخ كښې د تجديدِ وفا او د قام د بقاء ورځ ده، په 28 مئي د هند د اتومي چاٶدنو په ځواب كښې پاکستان د طاقت توازن بحالولو سره په منطقه كښې نوې تاريخ رقم كړے٬ د هند د پنځه …
يومِ تکبير، 28 مئي 1998 د پاکستان په تاريخ كښې د تجديدِ وفا او د قام د بقاء ورځ ده

مزید خبریں
اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) يومِ تکبير د پاکستان د ناقابلِ تسخير دفاع او د ملي عزت و وقار ځالانده علامت دے، 28 مئي 1998 د پاکستان په تاريخ كښې د تجديدِ وفا او د قام د بقاء ورځ ده، په 28 مئي د هند د اتومي چاٶدنو په ځواب كښې پاکستان د طاقت توازن بحالولو سره په منطقه كښې نوې تاريخ رقم كړے٬ د هند د پنځه اتومي چاٶدنو نه پس د هندي قيادت جارحانه عزائمو د منطقې امن په خطر كښې اچولې ٶ او د نړيوال فشار ٬ دړكو او بنديزونو باوجود د پاکستان سياسي و پوځي قيادت په قامي سلامتي جراتمندانه پرېكړه وكړه٬ په كال 1998 كښې د بلوچستان په ضلع چاغي كښې کامياب اتومي چاٶدنې كولو سره پاکستان جوهري رياست جوړېدو سره د نړۍ اووم او د اسلامي هېوادونو وړومبې اتومي طاقت جوړوكو سره تاريخ رقم كړو٬ په چاغي كښې د الله اکبر چغې په فضاء كښې ګردش كولو سره په نړۍ واضح كړه چې پاکستان به پخپل سالميت او خپلواكۍ كله هم سمجهوته نه كوي٬ د پاکستان اتومي پروګرام د دښمن بريا او كبر خاورې كولو سره دفاع ناقابلِ تسخير كړه۔ يومِ تکبير د پاکستان خودداره پرېكړې، قامي سلامتيا او د ناقابلِ شکست دفاعي قوت ځالانده علامت دے









