نيويارك 28 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان په منطقه او نړۍ كښې د امن ودې لپاره فعاله او په زړه پورې كردار لوبوي، د وزيراعظم محمد شهباز شريف حکومت هېواد د سخت معاشي چېلنجز نه بهر كولو سره د استحكام په لاره سم كړے دے او اوس پاكستان د تل پاتي او تېز رفتار معاشي پرمختګ په لور روان دے، …
پاکستان په منطقه او نړۍ كښې د امن ودې لپاره فعاله او په زړه پورې كردار لوبوي۔ د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په نيويارك كښې پاکستاني نژاد د امريکائي کيمونټۍ په اعزاز كښې د اختر ورځ په موقع د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته وېنا

مزید خبریں
نيويارك 28 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان په منطقه او نړۍ كښې د امن ودې لپاره فعاله او په زړه پورې كردار لوبوي، د وزيراعظم محمد شهباز شريف حکومت هېواد د سخت معاشي چېلنجز نه بهر كولو سره د استحكام په لاره سم كړے دے او اوس پاكستان د تل پاتي او تېز رفتار معاشي پرمختګ په لور روان دے، اووسيز پاكستانيز په خاص توګه په امريكا كښې مېشته پاکستانيان د هېواد قيمتي اثاثه دي څوك چې سفارتي ملاتړ٬ سرمايه كاري او امريكې سره اولسي روابط قوي كولو كښې اهم كردار لوبوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په نيويارك كښې پاکستاني نژاد د امريکائي کيمونټۍ په اعزاز كښې د اختر ورځ په موقع د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ په دستوره كښې پاکستاني نژاد د امريکې کيمونټۍ نوموړې مشران او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كړې۔ خپل وېنا كښې نائب وزيرِاعظم د پاکستان د تاريخ د يو اهم باب ذكر كولو سره ووئيل چې د مئي په مياشت په ملي تاريخ كښې په يو شمېر حوالو خاص اهميت لري۔ ده ووئيل د نن نه 28 كاله اګاهو په 28 مئي كال 1998 پخواني وزيرِاعظم محمد نواز شريف په مشرے كښې پاکستان د قامي عزم او صلاحيت څرګندونه كولو سره د اتومي طاقت جوړېدو اعزاز ترلاسه كړو او په د نړيوالې سلاميت د سمت متعين كوٶنكو قامونو كښې خپل جائز مقام جوړ كړو۔ ووئيل ټھيک يو كال وراندې په مئي كال 2025 كښې د پاكستان مېړنو ځواكونو د چيف آف آرمي اسټاف فيلډ مارشل و چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منير، چيف آف ايئر اسټاف ظهير احمد بابر سدھو او د چيف آف نيول اسټاف ايډمرل نويد اشرف په مشرۍ كښې د پاكستان قام سره اوږه په اوږه د هندي جارحيت په وړاندې د ثابت قدمۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د دې هلو ځلو نتيجه د ملي وياړ لازوال مثال جوړ شو كوم چې به تل ياد ساتلے شي٬ نائب وزيرِاعظم په دې مهال د پاكستاني اولس او د وسله والو ځواكونو اتحاد٬ حوصله او استقامت وستائيلو۔ ده ووئيل چې د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان د منطقې او نړۍ كښې د امن په وده كښې فعاله او مثبت كردار لوبي كوم چې د پاکستان سنجيدګۍ، عزت او نړيوال امن و استحکام لپاره د مستقل عزم عكاسي كوي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف حکومت هېواد د سخت معاشي چېلنجز نه بهر كولو سره د استحكام په لاره سم كړے دے او اوس پاكستان د تل پاتي او تېز رفتار معاشي پرمختګ په لور روان دے چې مقصد ئې د اولس د ژوند معيار ښه كول دي۔ ده ووئيل د پرمختګ د راتلونكي پړاٶ بنياد به په برامدات وي او حکومت په برآمداتو اډانه معاشي ماډل ته وده وركوي دغسې چې زرمبادله زيات، د روزګار موقعې پېدا شي او پاکستان په نړيوال معيشت او د سپلائي چينز مضبوطه برخه جوړه شي٬ د پاکستاني نژاد امريکائي کيمونټۍ د کردار ستائنه كولو سره نائب وزيرِاعظم ووئيل چې اووسيز پاكستانيز په خاص توګه په امريكا كښې مېشته پاکستانيان د هېواد قيمتي اثاثه دي څوك چې سفارتي ملاتړ٬ سرمايه كاري او امريكې سره اولسي روابط قوي كولو كښې اهم كردار لوبوي۔ نائب وزيرِاعظم په دوي زور راوړو چې خپل وطن سره تړون په ځائ ساتلو سره په پاکستان كښې سرمايه كاري وكړئ او د هېواد د پرمختګ په سفر كښې شريك شئ۔









